ولادیمیر پوتین نعمه یساکر وبخښله
دا نجلۍ د مخدره موادو د قاچاق په تور په اووه نیم کاله بند محکومه وه.
په هغه بیان کې چې پرون خپور شو او ولسمشر ولادیمیر پوتین لاسلیک کړ، پهکې راغلي دي چې د بشري خواخوږۍ له مخې یې دا نجلۍ بخښلې ده.
ایساکر د اپرېل په میاشت کې له هنده اسرائیل ته روانه وه چې په مسکو کې ونیول شوه. پولیسو له دې سره نهه ګرامه مروانا موندلي وو.
ولسمشر پوتین تېره اوونۍ، پنجشبه د اسرائیل د رسمي سفر پر مهال د دې نجلۍ له مور سره لیدلي و او له هغې سرهیې ژمنه کړې وه چې دا نجلۍ به له زندانه خوشې کړي.
