د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شوه
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي چې پاکستاني لوري د امنیتي ملحوظاتو له کبله نن سهار وختي دغه دروازه د مسافرو او ټرانزیت پر مخ بنده کړه.
پاکستاني چارواکو ویلي، د افغانستان له خاورې د دوو هاوان مرمیو له ورتوغولو وروستهیې د تورخم لاره د تګ راتګ پر مخ بنده کړه.
ویل کېږي چې دغه هاوانونه د پاکستان پر خاوره لګېدلي، خو چا تهیې زیان نهدی اړولی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقي هم نن ویلي و چې لاره به ژر بېرته پرانیستل شي.
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسافرو او سوداګریزو توکو ته د تګ راتګ مهمه لاره ده.
