د هرات د غېږنیونې لوبډله د آسیايي سیالیو اتله شوه
د هرات د غېږنیونې او بلکورش لوبډله د آسیايي سیالیو اتله شوه.
د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست مطبوعاتي غړي مجیب قاریزاده نن ازادي راډيو ته وویل، چې د بلکورش یا غيږې نيونې دغه سيالۍ په ایران کې ترسره شوي دي.
نوموړي وویل، افغان لوبډلې له ایراني، ترکمنستاني، آذربایجاني لوبغاړو سره تر لوبو وروسته دوه د سرو زرو او درې د برونزو مډالونه هم ګټلي دي.