د افغانستان د فوټسال له ۱۹ کلونو کم عمره نجونو لوبډله قرغزستان سره لوبه کوي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې د فوټسال دغه لوبه به د تاجکستان په مرکز د دوشنبې په ښار کې پیل شي.
نوموړي وویل، په یادو لوبو کې د افغانستان، قرغزستان ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوبډلې ګډون وکړي.
د فوټسال دغه اسیايي لوبې د جنورۍ په ۲۴ مه پیل او تر ۲۹ مې دوام کوي.
