د مشال راډيو "ځوانانو غږ" خپرونې ۱۰ کاله پوره شول
د مشال راډيو د ۱۰مې کاليزې مېلمانه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه ثنا اعجاز، د دې غورځنګ يو بل مشر او مخکښ محسن داوړ، د ټولنيزو رسنيو فعال ضياوالله همدرد، د عوامي نېنشنل ګوند د ځوانانو څانګې مشر او مدني فعال طارق افغان ،د قبايلي ځوانانو غورځنګ مشر احسان الله احسان او د پېښور اسلاميه کالج کرکټ کوچ علي هوتي وو.
له دوی سره د ځوانانو غږ خپرونې پر رول غږېدلي يو او په ځانګړې توګه مو ورسره پر دې خبرې کړي چې دا خپرونه نوره څومره ښه کېدای شي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.
