چارواکي: کندز کې ۷ پولیس وژل شوي
په کندز کې د افغان ملي پولیسو او وسلهوالو طالبانو په نښتو کې دواړو لورو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د کندز ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرشید بشیر نن سهار ازادي راډیو ته تأیید کړه چې ۷ پولیس تېره شپه د خاناباد ولسوالۍ په ګدام سیمه کې د وسلهوالو طالبانو په برید کې وژل شوي.
هغه وویل چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې ۱۰ وسلهوال طالبان هم مړه او ټپیان شوي دي.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بیا ادعا کوي چې اوه پولیسیې وژلي او د هغوی یو ټانکیې تخریب کړی دی.
دی نهتأییدوي چې کوم طالب وسلهوال دې وژل شوی وي، خو یوازې د یوه تن ټپي کېدل مني.
