له ایراني سفیر د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وضاحت غوښتنه
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د هېڅ یو ایراني پوځي چارواکي نوم نهدی اخیستل شوی.
په دې اعلاميه کې راغلي چې د ایران سفیر د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته د دواړو هېواد د ښو اړیکو د ټینګښت ترڅنګ د جغرافیوي موقعیت ته په احترام سره ویلي چې وروسته له دې به دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو په سیاستونو کې ځای نهلري.
له دې وړاندې د ایران سفیر په کابل کې د اریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي و چې ایران په افغانستان برید نهکوي، خو که ایران په افغانستان کې د امریکایانو له لوري تر برید لاندې راشي ایراني چارواکي به بیا خپله پرېکړه وکړي.
د ایران سفیر ښاغلي امینیان همدا شان ویلي، یو شمېر رسنۍ غواړي په خپلو ناسمو خبرونو سره د ایراني چارواکو څرګندونې غلطې تعبیر کړي.
