د تهران د الوتکې رالوېدو په پېښه کې ۱۳ تنه افغانان وژل شوي
دغه وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان د پېښې تړاو د کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو چې وګړي یې په قربانیانو کې شامل دي له بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلفوني خبرې کړي دي.
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن پر خپل ټویټر لیکلي، د رالوېدلې الوتکې د قربانیانو ۱۳ تنه افغانان دي. وړاندې دغه شمېره لس تنه اعلان شوې وه.
که څه هم ځینو غربي کارپوهانو لا له وړاندې د دغې الوتکې د ویشتل کېدو خبره کړې وه، خو ایران تر څو ورځې انکار وروسته نن ومنله چې ددوی ځواکونو په تېروتنې راغورځولې ده.
