د بلغاریا د اوبو او چاپیریال ساتنې وزیر حکومت د ۲۴ ساعتونو لپاره توقیف کړ
بلغاریايي چارواکو د اوبو او چاپیریال ساتنې وزیر پرون پنجشنبې د یوې جنایي قضیې په اړه د تحقیقاتو لپاره د ۲۴ ساعتونو لپاره توقیف کړ.
دا تحقیقات په لویدیځ پیرنیک ښار او څېرمه سیمو کې یې د اوبو د نه رسېدو د قضیې په اړه پیل شوي دي.
څارنوالانو نه دي ویلي چې له نینو دیموف څخه یې په کومه برخه کې تحقیقات وکړل، خو دیموف هغه مهال چې د پولیسو موټر ته پورته کېده وویل، دی به له څارنوالانو سره په تحقیقاتو کې همکاري وکړي.
څارنوالانو تېره میاشت د دیموف په حواله ویلي و چې نوموړي د اړوندو ملکیتونو د مدیریت په برخه کې لازم اقدام نه دي کړی، او ځکه یوشمېر خلک ناروغه شوي وو.
په پېرنیک ښار کې چې اویازره نفوس لري او له پلازمېنې سوفیې څه کم ۴۰ کیلومتره لیرې پروت دی، خلک د نوامبر له اتلسمې نېټې وروسته هغه مهال وپارېدل چې د ښاروالي چارواکو د اوبو پر رسولو محدودیت ولګاوه ځکه اوبه په بند کې کمې شوې وې.
دا محدودیت په یوبل ښار او شپږو څېرمه کلیو کې هم لګول شوی و چې څه باندې پنځه میاشتې یې دوام وکړ.