دفاع وزارت شینډنډ کې پر طالبانو هوايي برید کې د ملکي تلفاتو ادعا ارزوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو راپورونه ارزوي.
د دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دولتي ځواکونو هغه هدف تر لاسه کړی چې له دغو ځانګړو عملیاتو څخه یې درلود.
د هرات ځايي چارواکي مني چې له طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مشر وژل شوی او مړی یې هرات ته وړل شوی دی.
بله خوا د هرات د حوزوي روغتون یوه ډاکټر محمد نواب هاشمي پرون ازادي راډيو ته وویل چې د شینډنډ په پېښه کې ټپي شوي لس کسان دې روغتون ته انتقال شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.
"د شینډنډ له پېښې لس کسان د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي. نهه کسان یې ټپيان دي او یو يې د مړه کېدو په حال کې روغتون ته راوړل شو. د دوو کسانو وضعیت ښه نه دی او اووه نور يې ښه دي."
یوه عیني شاهد ازادي راډیو ته ویلي چې د ښځو او کوچنیانو په ګډون یو شمېر ملکیان هم په دې پېښه کې وژل شوي او ټپیان دي.