د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې سویلي افریقا کې تمرینات پیل کړي
د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې لوبغاړو نن د سویلي افریقا په پوچیفسټروم ښار کې د نړیوال جام سیالیو لپاره د چمتووالي په هدف خپل تمرینات پیل کړي دي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل،چې دغه تمرینات د جنورۍ تر ۱۶ دوام کوي.
نوموړي وویل، چې افغانستان به په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ لوبه له سویلې افریقا سره ترسره کوي.
د ۱۹ کلنو نړيوال جام سیالۍ چې د روان ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په سويلي افريقا کې پيلیږي چې د فبرورۍ تر ۹مې نېټې پورې به دوام وکړي.
په دغه جام کې ۱۶ لوبډلې ګډون لري چې افغانستان په (ډي) ګروپ کې د کوربه سويلي افريقا، کاناډا او متحده عربي اماراتو لوبډلې سره لوبې کوي.