د افغانستان د بدني روزنې ورزشي برخې لوبغاړي بایومټریک کېږي
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د بېلابېلو ورزشي برخو لوبغاړي بایومټریک کوي.
د دغه ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډيو ته وویل، چې د بایومټریک دغه پروسه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د اسان خدمت شبکې په مرسته ترسره کېږي.
نوموړي وویل،چې تراوسه د هاکي، زور خانه یي، کبډي ، کیوکیشن کاراټه او وبدمنتون ورزشکاران بایومټریک شوي دي.
د دوی په وینا د یادې پروسیې له لاري به لوبغاړي مشخص او شفافیت رامنځ ته شي.