په اسټرالیا کې د ځنګلي سیمو اور بیا پراخ شوی
په اسټرالیا کې د ځنګلي سیمو اور نن بیا پراخ شوی او تُند بادونه پیل شوي.
مخکې خبرداری ورکړل شوی و چې ښايي اور زیاتو سیمو ته وغځیږي.
د اسټرالیا صدراعظم سکاټ ماریسن هغو شاوخوا درې زره اور وژونکو ته د فعالیت د پیل امر کړی چې د اور وژنې د مخنیوي لپاره چمتو شوي و.
ماریسن نن په دولتي ټلویزیوني کې غږېده او ویې ویل چې راتلونکې ۲۴ ساعته ډېر سخت وخت مخکې لرو.
اوس وخت ګواښ د اسټرالیا ملبورن او سیډني ښارونو ته هم پېښ دی.
له سېپټمبر راهیسې په اسټرالیا کې په تېره بیا په نیو سوټ وېلز ایالت کې اور لګېدو شاوخوا ۲۳ کسان وژلي او دولس سوه کورونه یې سوځولي دي.
نږدې پنځه نیم میلیونه هکتاره ځمکه هم د دې اور لمبو سوځولې ده.