کندهار ښار کې یو پولیس او دوه بریدګر ووژل شول
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي آزادي راډیو ته وویل چې دغه برید کوونکي تېر ماښام (عقرب ۶مه) شاوخوا شپږ بجې له پولیسو سره په جګړه کې ووژل شول.
د ښاغلي بارکزي په خبره پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
"په برید کې لومړی یو پولیس ووژل شو او یو بل سطحي ټپي شو. وروسته پولیسو برید کوونکي په یوه کوڅه کې محاصره کړل او تر لنډې نښتي وروسته ېې دواړه ووژل."
په کندهار ولایت کې کله نا کله ورته بریدونه کیږي.
