د کرېکټ نړیوالې لوبډلې دې په پاکستان کې لوبې پیل کړي: احسان ماني
په ۲۰۰۹م کال کې په لاهور کې د سري لنکا په ټیم له حملې وروسته بهرنیو لوبډلو پاکستان ته ورتګ پریښې وو.په هغه برید کې اته کسان وژل شوي او د سري لنکا څو تکړه لوبغاړو ترڅنګ پکې یو شمیر کسان ژوبل شوي ول.