چارواکي: په فاریاب کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي
د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش نن سهار ازادي راډیو ته وویل، د ملا سرور په نوم د طالبانو دا قوماندان له څو نورو کسانو سره په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
ده وویل: دا ملا سرور چې د المار ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال و، په المار کې د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان او درې نورو وسله والو سره د میر شادي له کلي د المار د ولسوالۍ په لور روان و چې پرون مازیګر پرې د هېواد هوايي ځواک بریدونه کړي، په کې د ملا سرور په شمول پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
المار د میمنې ښار ته یو نږدې پرته ولسوالي ده چې وسله وال طالبان په کې پراخ فعالیتونه لري.
