د انتخاباتي کمېشنرانو د پېژندلو په اړه د یو شمېر مدني ټولنو اعتراض!
د افغانستان د مدني ټولنو مرکز حکومت ته د یو شمېر محدوده مدني بنسټونو له لوري د هغو ۱۵ کسانو په اړه چې د انتخاباتي کمېسیونونو ...
د افغانستان د مدني ټولنو مرکز حکومت ته د یو شمېر محدوده مدني بنسټونو له لوري د هغو ۱۵ کسانو په اړه چې د انتخاباتي کمېسیونونو ...
د ارزګان ولایت اوسېدونکی بسمالله له څو کلونو راپه دې خوا د مخدره موادو په استعمال روږدی دی، دی وايي که له روږدېدو وړاندې له فوټبال سره اشنا شوی وی، نو هېڅکله به د مخدره موادو په استعمال نهروږدېده. شریفالله شرافت د دغه کس ژوند ته کتنه کړې چې اوسيې د مخدره موادو استعمال پرېښی دی. اېډېټ: تمیم اخګر
پهداسې حال کې چې د قطر په مرکز دوحه کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو اترو دوهمه ورځ ده یو ...
نن د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو د رسمي خبرو دوهمه ورځ ده. دوی پرون هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او امریکا ته د دې ډاډ په ورکولو بحث کړی چې د افغانستان له خاورې به د برید لپاره استفاده نهکېږي. اسوشیټېد پرس اژانس راپور ورکړی چې امریکایي پلاوی او طالبان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یو توافق ته نږدې شوي. د دوی خبرې به سبا هم روانې وي.
د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې غړو په یوې رأی ګیرۍ سره هڅه کړې چې له مکسیکو سره د سرحدي دېوال د جوړولو په خاطر د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا د اعلان شوي ملي بېړني حالت مخه ونیسي. د سې شنبې ورځې په رأی ګیري کې ۱۳ جمهوري غوښتونکو هم له ډموکراتانو ملاتړ کړی دی. مجموعاً ۲۴۵ کسانو د ټرمپ لهخوا د اعلان شوي ملي بېړني حالت د مخنیوي لپاره رأیه ورکړه او ۱۸۲ تنو د ټرمپ له تصمیمه ملاتړ وکړ. د امریکا استازو جرګه د ډموکراتانو په کنټرول کې ده. اوس باید دا پرېکړه لیک سنا جرګې ته لاړه شي. په سنا جرګه کې اکثریت له جمهوري غوښتونکو سره دی. Читать дальше...
پاکستان وايي، ننیې د هند دوه جنګي جټ الوتکې د دغه هېواد فضايي حریم ته له وراوښتو وروسته نسکورې کړي او یو پیلوټیې ژوندی نیولی دی. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور وايي چې پاکستاني پوځیانو هندی پیلوټ په ځمکه کې نیولی. د ده په خبره یوه ویشتل شوې هندي جټ د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر او بله د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې لوېدلې ده. د هند د هوايي ځواک ویاند انوپم بانرجي په نوې ډېلي کې وویل چې دی د پاکستان د وروستي دریځ په اړه خبر نهدی. مخکې د هند یوه لوړپوړي پولیس منیر احمد خان ویلي چې... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په هند او پاکستان غږ کړی چې له لا نورو پوځي اقداماتو دې ډډه وکړي. پامپیو یوه ورځ وروسته تر هغه دا خبره وکړه چې هند د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې ځیني اهداف بمبار کړل. د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو په حواله یوه بیان کې راغلي چې خپل دواړه هندي او پاکستاني سیالانیې هڅولي، څو له ارامۍ کار واخلي او په هر قیمت چې کېږي له تشدد ډډه وکړي. اسلاماباد ویلي چې هند یوه خالي سیمه ویشتې، خو په خبرهیې چې د دغه برید غچ به ترې اخلي. هندي چارواکو ویلي... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو د امریکا د سوداګرۍ خونو له مسؤلینو سره په ناسته کې ویلي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د هوايي دهلېز له پرانیستلو وروسته، د دغه هېواد د افغاني صادراتو په کچه کې له ۱۵ نه تر ۲۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رئیس عتیقالله نصرت ازادي راډيو ته وویل چې پهدې صادراتو کې وچه مېوه او زعفران شامل دي چې د امریکا تر څنګ نورو هېوادونو ته هم صادرېږي. پهدې ګډه ناسته کې د امریکا او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس جفري... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د روان لمریزکال په جریان کې په ختیځ لغمان ولایت کې د خصوصي سکتور له لوري د چرګانو د ساتلو ۱۰۳ فارمونه جوړ شوي دي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د چرګانو د ساتلو دغه فارمونه په کلني ډول ۱۰۳۰ مټریک ټنه د چرګانو غوښه توليدوي. په لغمان ولایت کې د چرګانو فارم لرونکو ویلي دي چې باید د وړو چرګانو د تولید، د چرګانو لپاره د دانو او همدا شان د ناروغیو د واکسین اسانتیاوې باید ورته برابرې شي. دوی وايي، پهدې سره به افغانستان د بهرنیو غوښو د راوړلو مخه هم ونیول شي.
د بلخ په مرکز مزارشریف او شاوخوا سیمو کې زدهکوونکي په ښوونځیو کې د تعلیمي کتابونو له نشتونه او کموالي شکایت لري...
ارزګان ولایت کې د سولې د ارمان په نوم د کرکټ ۳۰ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.دغه سیالۍ تېره ورځ ناوخته د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دا زیاتره د ۱۶م ګرېډ استادان دي چې د دوی په وېنا بدلیانې او ترقي یې نه کیږي. دا استادانې وایي چې د ۱۷م او یا د نورو لوړو ګرېډونو ترقیانې کیږي خو د ۱۶م ګرېډ په کالونو کالونو هم نه کیږي.
د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو په بېلابېلو مسایلو تبصرې او مقالې خپرې کړې دي. مسیر خپلواکې ورځپاڼې په قطر کې د ...
د غزني والي وحیدالله کلیمزی وايي، پهدغه ولایت کې د امنیتي سرتېرو د تشکیلاتو د کمښت ستونزه لهمنځه تللې، اوس توان لري چې د وسله والو د بریدونو مخه ډب کړي. دی وايي، په دا وروستیو کې یې پهدغه ولایت کې په هوايي بریدونو کې وسلهوالو ته درانه تلفات اړولی دي. دی زیاتوي: "زه ډاډ درکوم چې نن په غزني کې د وسلهوال پوځ ځواکونه پیاوړي شوي، د عملیاتو کولو پوره توان لري، تاسو ولیدل چې په دوو- درېیو میاشتو کې هغوی ډېر غښتلي پوځي هوايي او ځمکني عملیات وکړل چې تقریباً د دښمن ملا ماته شوې ده" وحیدالله کلیمزي... Читать дальше...
د ازادي راډیو اوونیزه « ژوند په شېیو کې» پروګرام د ودونو تالار ته ځانکړی شوی، په پیل کې به واورئ چې:
د هند او پاکستان ترمنځ د لوېې جګړې په اړه اندیښنې زیاتې شوي او دواړو هېوادونو یو بل ته تازه خبرداری ورکړی دی.
سلګونه ملکي وګړي چې ماشومان او ښځې هم پهکې شامل وو، پرون د سوريې د ختیځ له هغې سیمې چې لا هم د داعش تر کنټرول لاندې ده، خوندي سیمو ته ووتل. د سوريې د کُردانو ډموکراټیک ځواک ویلي دي چې له باغوز کلي څخه تردې دمه شاوخوا دوه نیم زره ملکیان ایستل شوي دي. باغوز د سوريې د ختیځ هغه سیمه ده چېرته چې د امریکا له ملاتړه برخمن کُرد وسلهوالو د داعش د وروستي پناه ځای په لهمنځه وړلو لګیا دي. د سوريې د کُردانو ډموکراټیک ځواک چې امریکايي سرتېري يې ملاتړ کوي، د سوريي په شمال او ختیځ کې د داعش ډلې په ځپلو کې مخکښ رول لوبولی دی.
د ازبکستان په ختیځ ښار اندیجان کې پرون یوې چاودنې لږ تر لږه ۲۲ کسان ژوبل کړل. د ازبکستان د بیړنیو حالاتو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې چاودنه په یوه کلینیک کې شوې ده او په ټپیانو کې ۱۸ ماشومان شامل دي. د بیان له مخې چاودنه ښايې د کلینیک د تودوخي په سیسټم کې د فني خرابي له امله شوي وي. د اندیجان ښار محلي چارواکو د دې پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره د تحقیقاتو یو کمېسیون ګمارلی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اونګ د دوهمې سرمشریزې لپاره ویتنام ته رسېدلي دي. ټاکل شوې ده چې دواړه مشران به نن او سبا ته د ویتنام په مرکز هانوې که له یوه بل سره کتنه وکړي. د ډونالډ ټرمپ او کېم جونګ اونګ د خبرو تمرکز به د شمالي کوریا د اټمي وسلو او د میزائیلو د پروګرام د بندولو پر سر وي. د امریکا ولسمشر په خپله الوتکه کې چې ایر فورس ون نومېږي، ویتنام رسېدلی دی او د شمالي کوریا مشر بیا د ریل پهواسطه د چین له لارې د درې زره کیلو مترو واټن وهلو وروسته ویتنام ته ورسېد. Читать дальше...
جمهوري ریاست وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو د ۱۴ کمېشنرانو د انتخابولو پروسه چې ټاکل شوې وه نن په ارګ کې ترسره شي، وځنډېده. د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشرۍ د یو شمېر کاندیدانو د نه موجودیت او د ځینو لهخوا د لا نورو سلا مشورو لپاره د وخت غوښتلو په خاطر د نویو کمېشرانو د انتخابولو پروسه راتلونکې جمعې ورځ ته وځنډېده. دا مهال ولسمشرۍ ته دوه کاندیدان محمد حنیف اتمر او عبد الطیف پدرام له هېواده بهر دي او د انتخاباتي کمېشنرانو د انتخابولو د پروسې د ځنډولو اصلي علت همدا ښودل شوی دی. Читать дальше...
د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ټیمونه سبا ته د هند په دهرادون ښار کې په خپلو کې د یو ورځنیو مسابقو لومړی لوبه کوي. د افغانستان او ایرلڼد ترمنځ پینځه یو ورځنۍ مسابقې کېږي. تر دې مخکې په دهرادون کې افغانستان او ایرلنډ درې شل اورېزې لوبې وکړې چې درې واړه افغان ټیم وګټلې. ټاکل شوې ده چې د سیالیو په روانه لړۍ کې داوړه ټیمونه یو ټېسټ لوبه وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو د حکومت استازي او طالب مشران له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه یوه توافق ته نږدې شوي دي.
ګارډین ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې، د امریکا او طالبانو د سولې په خبرو کې باید د افغان ښځو غږ واورېدل شي.
ارزګان ولایت کې د سولې د ارمان په نوم د کرکټ ۳۰ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.دغه سیالۍ تېره ورځ ناوخته د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.