د غزني والي: د سرتېرو د تشکیلاتو د کمښت ستونزه لهمنځه تللې
د غزني والي وحیدالله کلیمزی وايي، پهدغه ولایت کې د امنیتي سرتېرو د تشکیلاتو د کمښت ستونزه لهمنځه تللې، اوس توان لري چې د وسله والو د بریدونو مخه ډب کړي.
دی وايي، په دا وروستیو کې یې پهدغه ولایت کې په هوايي بریدونو کې وسلهوالو ته درانه تلفات اړولی دي.
دی زیاتوي:
"زه ډاډ درکوم چې نن په غزني کې د وسلهوال پوځ ځواکونه پیاوړي شوي، د عملیاتو کولو پوره توان لري، تاسو ولیدل چې په دوو- درېیو میاشتو کې هغوی ډېر غښتلي پوځي هوايي او ځمکني عملیات وکړل چې تقریباً د دښمن ملا ماته شوې ده"
وحیدالله کلیمزي دا خبرې د سې شنبې په ورځ د حوت میاشتې نهمه د سرتېرو د ملاتړ د ملي ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
پهدغه غونډه کې چې د غزني ولایت په مقام کې جوړه شوې وه، سلګونو دولتي او نظامي چارواکو، امنیتي سرتېرو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، د مدني ټولنو استازو، ځوانانو او میرمنو په کې ګډون کړی وو.
ګډونوالو د امنیتي سرتیرو په غاړه کې ګلونه وراچول او هغوی یې وستایل.