ارګ: د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د انتخابولو پروسه وځنډېده
جمهوري ریاست وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو د ۱۴ کمېشنرانو د انتخابولو پروسه چې ټاکل شوې وه نن په ارګ کې ترسره شي، وځنډېده.
د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشرۍ د یو شمېر کاندیدانو د نه موجودیت او د ځینو لهخوا د لا نورو سلا مشورو لپاره د وخت غوښتلو په خاطر د نویو کمېشرانو د انتخابولو پروسه راتلونکې جمعې ورځ ته وځنډېده.
دا مهال ولسمشرۍ ته دوه کاندیدان محمد حنیف اتمر او عبد الطیف پدرام له هېواده بهر دي او د انتخاباتي کمېشنرانو د انتخابولو د پروسې د ځنډولو اصلي علت همدا ښودل شوی دی.
جمهوري ریاست وايي، کاندیدان به هغو ۸۴ کسانو ته رأيې ورکړي چې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو لهخوا د انتخاباتي کمېشنرانو په توګه معرفي شوي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا درې اوونۍ وړاندې په یوه فرمان سره د انتخاباتي کمېسیونونو مشران او کمېشنران عزل کړل.