مایک پامپیو: هند او پاکستان دې له پوځي اقداماتو ډډه وکړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په هند او پاکستان غږ کړی چې له لا نورو پوځي اقداماتو دې ډډه وکړي.
پامپیو یوه ورځ وروسته تر هغه دا خبره وکړه چې هند د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې ځیني اهداف بمبار کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو په حواله یوه بیان کې راغلي چې خپل دواړه هندي او پاکستاني سیالانیې هڅولي، څو له ارامۍ کار واخلي او په هر قیمت چې کېږي له تشدد ډډه وکړي.
اسلاماباد ویلي چې هند یوه خالي سیمه ویشتې، خو په خبرهیې چې د دغه برید غچ به ترې اخلي.
هندي چارواکو ویلي چې بمبارۍ یې د جیش محمد ډلې په روزنیز کمپ کړی او ترورېستانیې وژلي.
جیش محمد ډلې په هندي کشمیر کې د فبرورۍ په ۱۴مه د څه باندې ۴۰ هندي ملېشهوو د وژنې مسؤلیت په غاړه اخیستی و.
پاکستان د هند د دې بریدونو په اړه تُند غبرګون وښود او ویېویل چې په خاوره بهیې د هند د دې بریدونو غچ واخلي.