د ازبکستان په اندیجان کې چاودنې لږ تر لږه ۲۲ کسان ژوبل کړل
د ازبکستان په ختیځ ښار اندیجان کې پرون یوې چاودنې لږ تر لږه ۲۲ کسان ژوبل کړل.
د ازبکستان د بیړنیو حالاتو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې چاودنه په یوه کلینیک کې شوې ده او په ټپیانو کې ۱۸ ماشومان شامل دي.
د بیان له مخې چاودنه ښايې د کلینیک د تودوخي په سیسټم کې د فني خرابي له امله شوي وي.
د اندیجان ښار محلي چارواکو د دې پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره د تحقیقاتو یو کمېسیون ګمارلی دی.