د سرپل ولايت چارواکي وايي، په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د دولت د وسلهوالو مخالفانو په حملو کې ٤ افغان پوځيان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، د وسلهوالو دغو حملو چې تېره شپه ناوخته پيل شوې وې، څو ساعته دوام وکړ چې په نتيجه کې يې د دولت ګڼ مخالف وسلهوال هم وژل شوي دي.
د سرپل د والي وياند ذبيحالله اماني نن سهار ازادي راډيو ته وويل:
"د امنيتي ځواکونو ٦ تنه غړي شهيدان شوي او ٧ تنه ټپيان دي. ساحې ته د مرستندوى او ضربتي ځواک له رسېدو سره سم د دښمن حملې په شا تمبول شوي دي."
ښاغلى اماني وايي، پهدغو حملو... Читать дальше...
د فراه ولايت چارواکي وايي، د ګوزڼ يا پوليو ضد له واکسين څخه په فراه کې په سلګونو ماشومان بې برخې پاتې شوي دي.
د دوى په وينا توانېدلي په تېره جنورۍ مياشت کې د واکسين په لومړۍ دوره کې شا و خوا ٢ لکه ماشومان واکسين کړي.
د فراه د کتلوي معافيت امر عبدالواحد وحيدي ازادي راډيو ته وويل، هڅه کوي له واکسينه پاتې ماشومان په بله دوره کې واکسين شي:
"شاو خوا ٧٠٠ يا ٨٠٠ ماشومان له واکسينه بې برخې پاتې شوي دي. ځکه ځيني کورنۍ نهدي حاضرې شوي خپل ماشومان واکسين کړي."
د افغانستان چارواکي وخت ناوخت د دولت وسلهوال... Читать дальше...
د متحده ایالاتو سنا جرګې چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت دي د یوې لایحې په تصویبولو سره له افغانستان او سوريې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو له پلان سره مخالفت څرګند کړ.
په سنا جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ډموکراټانو په ملاتړ سره دې لایحې ته د ۲۳منفي رأیو په مقابل کې ۶۸ مثبتې رأی ورکړي.
پهدې لایحه کې راغلي دي چې په افغانستان او عراق کې داعش ډله لا هم فعالیت لري او دا ډله د متحده ایالاتو لپاره جدي ګواښ دی.
د امریکا ولسمشر د تیرې دسمبر میاشت په ۱۹مه نېټه له سوريې څخه د دوه زره امریکايي سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، راتلونکي اوونۍ به د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اوون سره د خپلې دوهمې سرمشریزې نېټه او ځای اعلان کړي.
ولسمشر ټرمپ پرون وویل، دی غواړي چې د روانې فبرورۍ میاشت په پینځمه نېټه ملت ته د خپلې وینا په لړ کې دا اعلان وکړي.
نوموړي خبریالانو ته وویل هغوی «شمالي کوریا» دا کتنه غواړي.
داسې ویل کېږي چې ټرمپ او کېم به په ویتنام کې چې له دواړو هېوادونو سره ښې اړیکې لري له یو بل سره وویني.
یو شمېر مقاماتو بیا ویلي دي چې ښايې د امریکا او شمالي کوریا مشران د روانې فبرورۍ میاشت په وروستیو کې له یو بل سره وویني. Читать дальше...
د جنورۍ پر ۳۱مه، په پاکستان کې د قانون جوړونې، پارلېماني چارو او روڼوالي ادارې (پېلډاټ) او د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) په اسلام اباد کې یو پروګرام جوړ کړی وو چې موخه یې د ځوانانو او سیاستوالانو ترمنځ پر پالیسي جوړونې بحث کول ول. غونډې ته د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر په ګډون د پارلېمان یو شمېر غړي ورغلي ول. ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، دا ډول غونډې ځوانان د قانون او پالیسي جوړونې له بهیره خبروي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
نعمت خان وايي، مخکې به تور سکڼ پوستکي والا انسان د مهاجر په نوم وژل کېده او سور سپین به د پښتون او افغان په نوم، خو تر اپریشن وروسته حالات بدل شوی دي.
ټرمپ چې پرون په واشنګټن کې د متحدایالاتو د صنعتي سکتور استازو ته وینا کوله، د سولې روانې هڅې جدي وبللې...
د دې طرحې یوبل هدف له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې ژوندي ساتل بلل شوي دي.
د تماس نړیوالې ډلې پرون د افغانستان پر مسایلو او له هغې ډلې د سولې د روانو هڅو په اړه بحث وکړ.
د برتانیا په کوربه توب دا غونډه پرون په لندن کې جوړه شوه. په لندن کې د افغانستان سفیر سیدطیب جواد پرون ماښام له لندنه په ټلفوني خبرو کې آزادۍ راډیو ته وویل: کټ جواد
" د تماس نړیوالې ډلې دوره يي غونډې د افغانستان د پرمختګونو، په حکومت کې د اصلاحاتو او له روانو پروګرامونو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر نویو ژمنو بحث کوي او په لندن کې په سږنۍ غونډه کې یې هم د افغانستان روان مهم مسایل یاد شول."
په پرونۍ... Читать дальше...
امریکا له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د وینزویلا د اپوزیسیون د مشر خوان ګوایدو موقت حکومت په رسمیت وپېژني.
د لاتینې امریکا په چارو کې د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې کیمبرلي برایر Kimberly Breierپرون د ګوایدو د موقت حکومت د رسمیت پېژندنې په برخه کې د اروپايي پارلمان مثبته رایه وستایله، که څه هم دا اقدام د اروپايي ټولنې بهرنۍ پالیسي نه شي بدلولای.
مېرمن برایر له ټولو اروپايي هېوادو غوښتنه وکړه چې ګوایدو د وینزویلا د موقت ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژني او په دې توګه د دې هېواد د خلکو او موقت حکومت ملاتړ وکړي. Читать дальше...
د افغانستان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد پرون کندهار ته د سفر پرمهال د وسله والو مخالفینو پرضد د هېواد د امنیتي ځواکونو د راتلونکو عملیاتو په اړه له چارواکو سره خبرې وکړې.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندانۍ ویاند صادق عیسی تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکات میلر هم له ښاغلي خالد سره په دې سفر کې ملګری و.
د ښاغلي عیسی په وینا خالد او مېلر له ولایتي چارواکو سره په امنیتي غونډه کې ګډون وکړ او د امنیتي وضعیت له ارزونې وروسته... Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي، په یمن کې یوازې د تیرو شپږو میاشتو جګړو له کبله له نیم میلیون زیات ماشومان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسیف پرون وویل چې ډېری دا ماشومان په بندري ښار حُدیده کې د ۲۰۱۸ کال په جولای او اګست میاشتو کې د جګړو له کبله بېځایه شوي او اوس یوه تیاره برخلیک ته انتظار باسي.
د یمن لپاره د یونیسیف مشر میریت ایکسیل ریلانو له پلازمېنې صنعا څخه رویټرزخیریه بنسټ ته ویلي چې دا ماشومان له تعلیم څخه بې برخې دي او د ناروغیو او لوږې له زیاتېدونکي خطر سره مخامخ دي. Читать дальше...
د پروان ولایت ۴۵ تنه ښوونکي چې دوه ورځې مخکې وسله والو طالبانو نیولي وو، پرون له بنده خوشې شول.
د پروان ولایت د سیاګرد ولسوال نورآقا سامع تېرماښام آزادۍ راډیو ته وویل چې طالبانو د سیاه ګرد ولسوالۍ د دریو ښوونځیو دا ښوونکي په داسې حال کې نیولي وو، چې غوښتل یې د موبایل ټلفونونو په وسیله خپلې تنخواه ګانې واخلي.
ښاغلی سامع وايي، وسله والو طالبانو د دې ښوونکو موبایلونه مات کړل او وروسته یې خوشې کړل.
د سیاه ګرد ولسوال همداراز وايي طالبانو څو ورځې مخکې د دې ولسوالۍ د یوبل ښوونځي یوشمیر ښوونکي... Читать дальше...
د اوکراین لپاره د متحدایالاتو ځانګړی استازی وايي چې واشنګټن او اروپايي ټولنه د ۲۴ اوکرایني ماڼوګانو د بندي کولو له کبله د روسیې پر وړاندې د یولړ اقداماتو په اړه غور کوي.
کورټ وولکر Kurt Volker د پنجشنبې په ورځ له خبریالانو سره په ټلفوني خبرو کې وویل، روسیې دا ماڼوګان لاهم په غیرقانوني ډول ساتلي او ښايي چې د مارچ په ۳۱ مه د اوکراین د ولسمشرۍ د انتخاباتو تروخته یې خوشي نه کړي.
وولکر وویل، له دې سره داسې یو تصور رامینځ ته کېږي چې د دې ماڼوګانو د نیولو لپاره کوم مشروع دلیل نشته بلکې د روسیې هدف... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net