له افغانستان او سوريې نه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه مخالفت
په سنا جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ډموکراټانو په ملاتړ سره دې لایحې ته د ۲۳منفي رأیو په مقابل کې ۶۸ مثبتې رأی ورکړي.
پهدې لایحه کې راغلي دي چې په افغانستان او عراق کې داعش ډله لا هم فعالیت لري او دا ډله د متحده ایالاتو لپاره جدي ګواښ دی.
د امریکا ولسمشر د تیرې دسمبر میاشت په ۱۹مه نېټه له سوريې څخه د دوه زره امریکايي سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ.
د ولسمشر ټرمپ دا اعلان د کانګرس غړو او په نړۍ کې د امریکا متحدانو ته حیرانونکی و.
امریکايي مقاماتو له دې جملې مرستیال ولسمشر مایک پنس ویلي دي چې جمهور رئیس ټرمپ په افغانستان کې هم د امریکايي سرتېرو د شمېر پر کمولو غور کوي.
