افغان ولسمشر خپل امریکايي سیال ته ویلي چې امریکايي عسکرپه افغانستان کې پاتې کړي. د ایران د پریس ټي وي خبریاله مرضیه هاشمي د امریکا له زندانه خوشې شوې او تهران ته رسېدلې. د امریکا په لویدیځ کې سږ ژمی هوا ډېره سړه شوې او تر اوسه یې ۱۰ کسان مړه کړي
ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد نن د جنورۍ ۳۱مه پر ټوېټر لیکلي چې له ترورېزم سره د مبارزې او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو په اړه چې د سولې د موافقې اساسي شرطونه دي، مهم پرمختګ شوی دی.
خو د خلیلزاد په لیکنه، دا پهدې معنی نهده چې کار پای ته رسېدلی.
زلمي خلیلزاد ویلي چې د بینالافغاني خبرو د پېل او د بشپړ اوربند پر ټینګولو هم باید کار وشي چې حیاتي مسئلې دي.
خلیلزاد په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې وضعیت پېچلی دی او د نورو... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د افغانستان د سولې او پخلاینې ځانګړي استازي نن له طالبانو سره...
افغانستان د ایران له لارې له هغه هېواد سره د ارزانه انټرنټ د اخیستلو هوکړه وکړه. د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ...
د خیبر پښتونخوا د نوښار چراټ روډ باندې د جامعه عثمانيه په نوم يوه ديني مدرسه د بوټو د کر شينکي او د ماحول د صفايي په اړه غیر نصابي درسونه ورکوي.د يادې مدرسې انتظامیې د حديقه القران په نوم يوه داسې باغچه هم جوړه کړې ده چې پکې هغه ونې بوټې کرل شوي دي چې په قران کې ذکر شوی.
نور د ځلاند یوسفزي په ویډیويي رپورټ کې.
خېشکی وايي، د پښتو د کلاسېک شاعرانو د کلامونه تر ويلو وروسته يې اوس د سيمې د ځوانو شاعرانو له شعرونو يو البم جوړ کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي چې ...
د بلوچستان په بوري کې ټولو ګوندونو نن د زیارت/پنجشنبې پر ورځ په یوه لویه ولسي غونډه کې پر حکومت غږ وکړ چې د سیمې امنیت ساتلو زمه واري دې پوره کړي.
د هندوستان او نیوزلېنډ تر منځ څلورمه یو ورځنۍ لوبه کوربه هېواد نیوزلېنډ وګټله.
دا لوبه چې نن د هامیلټون په لوبغالي کې ترسره شوه پهکې لومړی بېټنګ هندوستان وکړ، خو لوبډله يې یوازې د ۹۲ منډو په جوړولو وتوانېده.
کوربه نیوزلېنډ اسانه دا هدف د اتو ویکټو په توپیر په ۱۵ اوور کې پوره او لوبه يې وګټله.
دا په داسې حال کې ده چې هندوستان د پنځو یو ورځنیو لوبو څخه درې يې ګټلي او جام يې پهخپل نوم کړی دی.
د دغه سیریز وروستۍ یوه لوبه د فبرورۍ میاشتې په درېیمه نېټه ترسره کېږي.
د افغانستان د سکي ملي لوبډله په پاکستان کې د سیالیو د تر سره کولو لپاره هغه هېواد ته رسېدلې ده.
د بدني روزنې او ورزش د ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډيو ته وویل، د سکي دا سیالۍ د پاکستان په سوات کې تر سره کېږي.
د نوموړي په وینا سیالۍ له تېرې ورځې راهېسې پیل او د فبرورۍ تر څلورمې نېټې دوام کوي.
د سکي فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د اتو هېوادونو لوبډلې ګډون کوي.
فدراسیون وايي، د افغانستان لهخوا په تللي ډله کې پنځه لوبغاړي او یو روزونکی شامل دی.
په فاریاب ولایت کې پر بېځایه شویو کورنیو د یولک بوریو غنم وویشل شول.
دغه مرسته شوي غنم مېمنې ښار ته د دغه ولایت له ولسوالیو نه د جګړو او وچکالۍ له امله راکډه شویو کورنیو سره وشوه.
د ازادي راډیو خبریال اکرام کرم په همدې اړه ویډیويي راپور جوړ کړې چې ابراهیم صافی یې در اوروي:
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د بدخشان ولایت د انتخاباتو په وروستي لېست کې يې د یوې پلان شوې درغلۍ مخه نیولې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې حکومت به د عیسوۍ ښځې اسیې بي بي په اړه د سپریم کورټ فیصله عملي کوي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف اسلام اباد ته سفر ګټور وباله او وايي چې له هغه سره یې د سيمې او افغانستان پر حالاتو هراړخیزه خبرې وکړې.
د مومندو سرکاري انتظامیې په بازارونو کې د هغه دکاندارانو پرضد ګامونه اخیستي چې خوراکي او غیر خوراکي شیان ګران پلوري یا یې په تللو کې غلا کوي. د جنورۍ پر ۳۰مه د کوزه مومندو یکه غونډ تحصیلدار ګوهر خان د یکه غونډ بازار په دکانونو چاپې ووهلي. نور د شاهنواز ترکزي په ویدیو کې
د حقیقت څه دی د دې اوونۍ په خپرونه کې د افغانستان کې د کانونو او پټرولیم وزارت له ویاند عبدالقدیر مطفي سره ...
په اروپا کې د بشري حقونو محکمه به نن پنجشنبه د جنورۍ ۳۱مه، له روسیې د ګرجستان د وګړو د اخراج پر پېښه چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې شوې وه، خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.
ګرجستان ادعا کوي چې د روسیې چارواکو په هغه هېواد کې د مېشتو ګرجیانو د توقیف او د هغوی د اخراج لپاره ځانګړې پالیسي عملي کړې وه چې د بشري حقونو په اړه د اروپايي اتحاديې کنوانسیون تر پښو لاندې کوي.
د اروپا د بشري حقونو محکمې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پهدې اړه په حکم کې د ګرجستان ادعا تأیید کړې وه. خو روسیې د استېناف غوښتنه کړې وه.
د ګُرجستان... Читать дальше...
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې پر ۱۵۰ معلولو خوراکي مواد وویشل شول.
معلولین وايي، تل يې په نوم ولایت ته مرستې راځي، خو د دوی پر ځاي يې چارواکي او غیر مستحق کسان ترلاسه کوي، معلولین او د وژل شویو کسانو کورنۍ ترې بې برخې وي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډونالد ټرمپ ته په یوه استولي لیک کې له نوموړي غوښتي چې ټول امریکايي ځواکونه دې له ...
د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې یو مسافر وړونکی موټر له سړکه اوښتی او چپه شوی او ۱۴ تنه پهکې زخمیان شوي دي.
د میربچه کوټ ولسوال، عبدالرحیم راشد نن پنجشنبه د جنورۍ ۳۱مه، ازادي راډیو ته وویل چې دا موټر د افغانستان شمال ته روان و.
په پېښه کې زخمیان د کابل اېمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د راشد په وینا، د زخمیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ و.
په افغانستان کې د سړکونو خرابي، د موټرو زیاتوالی او د یو شمېر موټر چلونکو بې احتیاطي د داسې پېښو اصلي عوامل بلل کېږي.
د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو شمېر خلکو نن پنجشنبه د جنورۍ ۳۱مه، د ولسوالۍ دفتر ته مخامخ خېمې درولي او د ولسوالۍ کارکوونکي يې له کاره منع کړي دي.
اعتراض کونکي ادعا کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دوی د ولسوالۍ سمې رأیې باطلې کړي دي.
هغوی له کمېسیونه غوښتنه کړې چې د رأیو باطلېدو پرېکړه واخلي یا دې له سره په ځاځي اریوب کې انتخابات وشي.
خو په پکتیا کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې دوی کره شواهد درلودل چې په ځاځي اریوب او لجې منګل ولسوالیو کې د انتخاباتو په پروسه کې پراخه... Читать дальше...
د لوګر چارواکي وايي، چې په حکومتي پروژو کې به دا ډول مسلکي کسانو جذب ته لومړیتوب ورکړي او په نوې کال کې به یو شمیرولسوالیو کې همد حرفوي زده کړو دا ډول پروګرامونه جوړ کړي.
د پروان ولایت د سیا ګرد ولسوالۍ ولسوال وايي چې د زیاتې واورې د ورېدو له امله د ډېرو کلیو لارې بندې شوي دي.
نوراقا سامع نن پنجشنبه د جنورۍ ۳۱مه، ازادي راډیو ته وویل چې د زیاتې واورې د ورېدو له امله د مرکز او کلیو لارې بندې شوي دي او زرګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
سامع وویل چې د ستونزو د حل هڅې کوي.
سیاګرد د پروان په نا امنو ولسوالیو کې ګڼل کېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ډېرو لوبو د تر سره کولو لپاره په پروګرام جوړولو کار پیل کړ.
د فوټبال فدراسیون څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې فدراسیون د روان کال د پلان لپاره دا غونډه له هغې وروسته وکړه چې د فوټبال فني مرستیال ته لويې څارنوالۍ د کار د دوام اجازه ورکړه.
فدراسیون وايي، اوس مهال دوی پهدې کار کوي چې د فدراسیون بودجوي ستونزې حل، ملي لوبډلې ته سفرونه برابر او په ولایتونو کې ډېرې سیالۍ تر سره شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون لهخوا د نوي کال پلان له هغې... Читать дальше...
په بنو کې د بکاخېلو کډوالو پنډغالی چې په ۲۰۱۴م کال پکې د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوي کډوال مېشت شوي ول، ډېری ترې خپلو سیمو ته ستانه شوي دي خو د دته خېلو ګڼې کورنۍ لاهم دلته مېشتې دي چې د پاکستاینو پوځي چارواکیو په خبره سیمه یې له وسله والو پوره نه ده پاکه کړل شوې. په دغه پنډغالي کې ډېری کډوالو خپلو سیمو ته د تلو ارزو لرله.
د مشال راډيو خبریال عمردراز وزیر دغه پنډغالي ته ورغلی او کډوالو سره یې د هغوی پر شته ستونزو خبرې کړې.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net