حنیف اتمر، یونس قانوني او محمد محقق د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره په یوه انتخاباتي ټکټ سلا شوي دي.
د حنیف اتمر د ټیم یوه باوري غړي ازادي راډیو ته وویل، حنیف اتمر د انتخاباتي ټکټ د بشپړولو لپاره یونس قانوني د خپل لومړي او محمد محقق د دوهم مرستیال په توګه انتخاب کړي.
یاده سرچینه وایي، درې واړه کسان به د کاندیداتورۍ د رسمي ثبت او اعلان لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ولاړ شي.
له دې وړاندې د ګلبدین حکمتیار له ټیم سره د دوهم مرستیال په توګه د محمد محقق د ټاکل کېدو په اړه هم اوازې خپرې... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر وايي، نور هیوادونه په ځانګړې توګه روسیه، پاکستان او هندوستان دې د افغانستان په جګړه کې نور هم ښکېل شي. چین د خپلو دفاعي ځواکونو او امریکا په ګډون د نورو هيوادونو د قواوو تر منځ پر همکارۍ ټينګار کوي.
د ملي امنیت شورا دفتر مرستیال ویاند عبدالکبیر واثق له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دغه سفر د هند د ملي امنیت د سلاکار په رسمي بلنه
د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې پر افغانستان د شوروي یرغل په نړیواله کچه غندل شوی و او پرضد یې د ملګرو ملتونو د سازمان اعلامیه خپره شوې وه.
د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، ویلي چې د امریکا له متحدو ایالاتو یې په دې ارتباط د وروستیو بیانونو په اړه وضاحت غوښتی دی.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ پرون د خپلې کابینې غونډې ته په وینا کې چې له ټلوېزیونه خپرېده، وویل، پخواني شوروي په اتیایمه لسیزه کې د دې لپاره افغانستان ته ځواکونه ور واستول چې تروریستان له افغانستانه ته... Читать дальше...
د سعودي ژورنالېست، جمال خاشقجي د قتل په تور د ۱۱ کسانو محاکمه نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه ، په ریاض کې پېل شوه.
د سعودي رسمي خبري اژانس وايي چې څارنوالانو د پینځو تورنو کسانو لپاره د اعدام حکم غوښتی دی.
جمال خاشقجي د نړۍ په کچه پېژندل شوی ژورنالېست و چې د اکټوبر په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي په قونسولګرۍ کې ووژل شو.
د هغه په قتل د تورنو کسانو نومونه لا نه دي خپاره شوي.
جمال خاشقجي د سعودي د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له سختو منتقدانو و.
د بي بي سي د خبریال، احمد شاه د وژلو په جرم درې کسان نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، محاکمه شول.
د چارواکو په وینا، دا کسان په بګرام کې بندیان وو.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ په وینا، له درېیو محاکمه شویو کسانو یو په اعدام او دوه نور په دېرش او شپږکاله زندان محکوم شوي دي.
خبریال احمدشاه د اپرېل په ۳۰مه ، په خوست کې خپل کورته په لاره کې ووژل شو.
وسله والو طالبانو هغه وخت وویل چې په پېښه کې لاس نه لري.
لویې څارنوالۍ په دې اړه چې د احمد شاه دقتل انګېزه څه وه یا محاکمه شوي کسان څوک دي، معلومات نه دي ورکړي.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست وايي چې ۳۰ زره ماشومان د پولیو یا د کوچنیانو د فلج پر ضد له واکسینه محروم شوي دي.
د کونړ د عامې روغتیا رئيس ډاکټر عزیز الرحمن ساپي نن د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په ډېرو سیمو کې وسله وال د پولیو د واکسین له کمپاین سره مخالفت کوي.
ښاغلي ساپي وویل چې د کونړ په یو شمېر ولسوالیو کې وسله والو ډلو له واکسین سره مخالفت زیات کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې افغانستان د نړۍ په وروستیو هېوادونو کې دی چې د کوچنیانو ګوزڼ د ماشومانو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړي دي.
د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ څرګندونو په افغانستان کې غبرګونونه راپارولي دي. د افغانستان ولسمشرۍ ...
د امریکا د متحده ایالاتو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد کابل ته راغلی. د ولسمشر مرستیال ویاند صمیم عارف د ...
امانت علي خان د موسيقۍ بېلا بېل الات غږوي او سلګونه شاګردان يې روزلي دي.
سېنېټر بهره مند تنګي د جنورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، دا د ۳۰۰ اربه روپیو لویه پروژه ده او حکومت دې د خپلو ملګرو لمانځلو پر ځای هغه شرکت یا کمپنۍ ته ټېکه ورکړي چې
عبدالطیف پدرام لومړنی کس و چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپارهیې نوم لیکنه وکړه.
محمد حکیم تورسن هم غوښتل چې نوم لیکنه وکړي، خو د دوهم مرستیال د نهموجودیت له املهیې نوم لیکنه ونهشوه.
وېډیو: ابراهیم صافی او لېمه هادي
اېډېټ: ابراهیم صافی
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له لوري ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوملیکنې پروسه پیل شوه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره وایي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تر ۳۴۳ زره زیات افغانان د جګړې له امله له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.
دې ادارې نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه ، په یوه رپوټ کې ویلي چې د ډسمبر میاشتې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د تقریباً یو نیم زر افغانانو د بې ځایه کېدو رپوټ ورته رسېدلی دی.
ملګري ملتونه وايي چې جګړه، وچکالي او نور طبیعي افتونه په افغانستان کې د خلکو د بې ځایه کېدو اساسي دلایل دي.
په روسیه کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله د مړو شمېر ۳۷ ته ورسېد.
د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې یوه لس پوړیزه ودانۍ د نوي کال په شپه ونړېده.
روسي چارواکو ویلي چې ودانۍ ښايي د ګاز د انفجار له امله نړېدلې وي.
د ترکمنستان مستبد ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف خپل زوی سردار بردي محمدوف د هغه هېواد د مرکزي ولایت، احال د والي مرستیال ټاکلی دی.
د ترکمنستان احال ولایت له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري.
سردار بردي محمدوف ۳۷ کلن دی.
د هغه د مقررۍ د خبربیان پرون چهارشنبه د جنورۍ ۲مه، د ترکمنستان د جمهوري ریاست پر رسمي وېب پاڼه خپور شو.
سردار بردي محمدوف به له نوې چوکۍ سره د ترکمنستان د پارلمان غړی پاتې شي خو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال له چوکۍ به استعفا وکړي.
په ايټالیا کې د شمالي کوریا یو ډپلوماټ ځان پټ کړی دی.
دا خبر د جنوبي کوریا د پارلمان یوه غړي کېم من کي نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، په سیول کې خبریالانو ته ورکړ.
هغه ویلي چې د هغوی د ملي استخباراتو ادارې دا معلومات په سري غونډه کې ورسره شریک کړي دي.
کېم خبریالانو ته ویلي چې په روم کې د پیونګ یانګ سرپرست سفیر او د هغه مېرمن د نوومبر د میاشتې په پیل کې هلته له خپل رسمي استوګن ځایه وتلي او بې درکه دي.
د شمالي کوریا د سرپرست سفیر د کار موده د جنورۍ د میاشتې په پای کې ختمېده.
داسې رپوټونه هم خپاره... Читать дальше...
د ازادۍ اروپا / ازادي راډیو مسوولان وايي چې د روسیې سترې محکمې ته به عرض وکړي چې پردې اداره د یو لک ربلو جریمه چې تقریباً ۱۴ سوه ډالر کېږي، لېرې کړي.
د مسکو سیمهییزې محکمې پهدې تور چې د ازادې اروپا راډیو په روسیه کې د خپلو مسوولیتونو په سرته رسولو کې ناکامه شوې، د "بهرنیو اجنټانو" د قانون له مخې جریمه کړه.
د روسیې د عدلیې وزارت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو ډېرې برخې وتړلې.
د ازادې اروپا /ازادي راډیو ادارې د مسکو د استیناف له محکمې هم غوښتنه کړې وه چې ورباندې لګولې جریمه... Читать дальше...
د امریکا لهخوا د افغانستان سولې لپاره د هڅو له پیلېدو سره اوس د سیمې د ډېرو هېوادونو د چارواکو د سفرونو پر مهال...
د چارو کارپوهان او یو شمېر پخواني امریکايي مقامات پهدې نظر دي چې د کانګرس د استازو پر جرګه د ډموکراتانو کنټرول به د واشنګټن په ...
د برښنا په برخه کې د کاسا زر، د سوداګرۍ او ټرانزیټ اړوند د چابهار او لاجوردو لارې، د کانونو او پټرولیم په برخه کې ټاپي، د مس عینک...
د پکتیا یو شمېر قومي مشران وایي، د ملي وحدت حکومت لهخوا ورسره شوې ژمنې نهدي عملي شوي او دوی به د ...
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون سرپرست پټرېک اېم. شنهن د متحده ایالاتو د پوځ له ملکي مشرانو غوښتي دي چې ...
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د پنجشنبې په ورځ هند ته ولاړ. د ملي امنیت شورا دفتر ...
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د سولې په اړه د خبرو لپاره هند ته ولاړ.
د ملي امنیت شورا وايي چې حمدالله محب نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، د هند له لوري د رسمي بلنې پر اساس هغه هېواد ته ولاړ.
له هندي لوري د حمدالله محب د خبرو جزئیات نهدي خپاره شوي.
ټاکل شوې چې په نېږدې وخت کې سعودي عربستان د افغانستان د سولې په اړه د خبرو کوربه وي.
وسله والو طالبانو مکرراً د افغانستان له حکومت سره خبرې رد کړي دي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net