په کابل کې د امریکا سفارت وايي، دوی د هغو ګڼو افغانانو او نړیویوالو غږ بدرګه کوي چې باور لري، د افغانستان په انتخاباتو کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده.
دې سفارت نن په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډولو پرېکړه د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له خوا شوی، څو هغه ادارې او تخنیکي ستونزې هوارې کړي چې د پارلماني انتخاباتو په ترڅ کې ولیدل شوې.
په کابل کې د امریکا سفارت وروسته له هغې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه دا څرګندونې کوي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د اضطراري حالت د اعلانیدو خبرداری ورکړ او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د ایران پرضد د عربي هیوادو د متحدیدو هڅې شروع کړې دي. دا به هم دلته وګورئ چې پر بالکان هیوادو څرنګه واورې اوري او د فوټبال نړیوال ستوری رونالډو څرنګه له یوې جنایي دوسیې سره مخامخ شوی.
د افغانستان د سولې عالی شورا وايي، محمد عمر داوودزی د پاکستان له چارواکو سره پر لیدو کتو هیله ښودلې چې په نېږدې راتلونکې کې به د سولې په اړه بین الافغاني خبرې پیل شي.
د خوست ځوانانو او اوسېدونکو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني اوږد مهالې اقتصادي پروګرامونو او پهدې برخه کې یو شمېر پرمختګونه وستایل او د دې برنامو عملي کول يې د افغانانو د لسګونو کلونو هیله وبلله.
د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ په کوکلداش کلي کې طالبانو پر امنیتي پوستو برید کړی چې د ځايي چارواکو په وینا، د ولسي پاڅون کوونکو شپږ تنه سرتېري وژل شوي.
په سیمه کې د ولسي پاڅون یو قوماندان الله بیردي ازادي راډیو ته ویلي، پر پوستو یې برید تېره شپه اته بجې پیل شو او د سهار تر څلورو بجو یې دوام درلود.
د نوموړي په وینا، د مرستندویو ځواکونو په رسېدو طالبان په شا تنبول شوي او اوس په سیمه کې وضعيت ارام دی.
د الله بیردي په وینا، په دې جګړه کې د ولسي پاڅون شپږ تنه وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، د هېواد په څه باندې ۲ میلیونو اوزګارو کې شااوخوا نیمايي یې هغه ځوانان...
په میانمار کې یوې محکمې د روېټرز د خبري اژانس د هغو دوو خبریالانو د استيناف غوښتنه رد کړې چې د امنیتي عملیاتو په اړه پټو اسنادو ته د لاسرسي په تور په اووه کاله بند محکوم شوي دي.
د میانمار د ینګان د سیمه يیزې محکمې قاضي اونګ نیانګ نن رسنیو وویل:
"هغه پرېکړه چې لومړنۍ محکمې کړې، د قانون له مخې ناسمه نه ده، نننۍ محکمې پرېکړه وکړه چې د استيناف دا غوښتنه رد کړي."
۳۲ کلن وا لون او ۲۸ کلن کیاو سیو وو د ۲۰۱۷ میلادي کال د ډېسمبر په میاشت کې نیول شوي وو او په تېر سپټمبر کې دواړه په هغو تورونو چې ګوندې... Читать дальше...
چارواکي وايي، د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د کوړنګل په دره کې د داعشیانو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې ۳۲داعشیان او ۱۵ طالبان وژل شوي دي.
د کونړ د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر مسؤلینو د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"طالبانو او د داعشیانو ترمنځ پوره یوه اوونۍ جګړه شوې چې پکې ۳۲ داعشیان او ۱۵ طالبان وژل شوي."
تر اوسه دواړو وسله والو ډلو د شوې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا د بهرنیو چاور وزیر مایک پامپیو وايي سره له دې چې له شامه یې پوځيان ووځي، واشنګټن له هغه هیواده د ټولو ایرانیو سرتېرو د وتلو په تکل دی.
په خېبر پښتونخوا کې د صحت محکمې چارسدې څانګې لخوا په رشکۍ شوقدر کې د ګوزڼ مخنیوي په اړه غونډه وشوه. په غونډه کې هغه خلک چې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ورکولو انکاري دي، مالومات ورکړل شو. نور مالومات د شاهنواز ترکزي په ویډیو کې.
د افغانستان د سولې عالی شورا وايي، محمد عمر داوود زی د پاکستان له چارواکو سره پر لیدو کتو هیله ښودلې ...
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر۱۰مه له مېکسیکو سره پولې ته د تګ پر مهال د دیوال جوړولو لپاره د دلیلونو ورکولو پر وخت وویل چې بیړنی حالت اعلانولو ته تیار دی.
په خېبر پښتونخوا کې د ښځو چارو حکومتي کمېشن وايي، د تېر کال په اخري شپږو میاشتو کې یې په صوبه کې پر ښځو د تشدد او د هغوی د وژنې زیاتې پېښې ثبت کړې دي.
د بلوچستان حکومت وايي، د صوبې له ۲۰ څخه زیاتې ولسوالۍ یا ضلعې وچکالۍ ځپلې دي. په دې کې صوبايي پلازمېنه کوټه هم شامله ده. خو یو کس چې په سیمه کې د انکل ډېسکو یا ډېسکو کاکا په نوم مشهور دی، په بایسېکل سپور وي او په بوتلو کې اوبه وړي چې د کوټې ښار ونې او بوټي تازه وساتي. انکل ډېسکو وايي، اصلي نوم یې خدای نظر بلوڅ دی او د خدای رضا لپاره دا کار کوي.
نور په ویډیويي رپورټ کې.
بزنجو وایي هڅه کوي، د پیپلز پارټۍ او مسلیم لیګ ن په ګډون د اپوزیشن ټول ګوندیز اتحاد جوړ کړي. دی وايي، د تحریک انصاف په مشرۍ واکمن حکومت ارادو ته په کتو یې دا ګام پورته
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار پرون پنجشنبه پیکېنګ ته له رسېدو وروسته د چین له باندنیو چارو وزیر سره ولیدل.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د چین د بهرنیو چارو وزیر یانګ يي اون د دوو هېوادونو پر اړیکو او نورو دوه اړخیزو مسئلو خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار تر دې وړاندې هند ته تللی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د افغانستان او هند پر اړیکو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې د... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه پورې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ۳ تنو ځانونه رسماً کاندید کړي دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډيو ته وویل، سید نورالله جلیلي درېيم تن دی چې پرون پنجشنبه یې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې خپل ځان د راتلونکي لمریز کال د سرطان د ۲۹ مې نېټې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړ.
تر دې وړاندې لطیف پدرام او حکیم تورسن ځانونه کاندیدان کړي دي.
خلیل الرحمان او چراغ علی د ښاغلي جلیلي په انتخاباتي ټکټ کې د ده مرستیالان دي.
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، تيار دى چې ملي بېړنى حالت اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي ټرمپ د امريکا او مکسيکو پر پوله د دېوال جوړولو لپاره پر خپل استدلال د ټينګار په هدف، دغې سرحدې سيمې ته سفر وکړ.
ولسمشر ټرمپ پرون سرحدي ښارګوټي مک الن ته په داسې حال کې لاړ چې د فډرال حکومت د ځينو برخو د تړل کېدو شل ورځې پوره شوې.
د دغو ادارو تړل کېدل د دې سبب شول چې اته لکه دولتي کارکوونکي يا له معاش پرته کار ته ادامه ورکړي، يا بې معاشه رخصت شي.
ډونالد ټرمپ او په کانګرس کې ډموکراتان په خپلو کې په جنجال کې دي. Читать дальше...
د ايران ولسمشر وايي، هېواد به يې ډېر ژر له هغو توغنديو په استفادې چې په دغه هېواد کې جوړ شوي، د ځمکې په مدار کې ٢ سپوږمکۍ يا سټلايټونه ځاى پر ځاى کړي.
حسن روحاني ويلي، تهران به د امريکا له هغو اندېښنو سره سره چې ويلي يې دي، دا کار به د ايران د بالسټيک ميزايلو له پرمختيا سره نوره مرسته هم وکړي، دا اقدام کوي.
د ايران د دولتي ټلويزيون په حواله، حسن روحاني پرون وويل:
"په راتلونکو اوونيو کې به له هغو راکټونو په استفادې چې په ايران کې جوړ شوي، دوه سپوږمکۍ مدار ته ولېږو."
ښاغلي روحاني د دغو توغنديو او سپوږمکيو په اړه نور جزيات ورنه کړل. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې له سوریې خپل پوځیان باسي، خو له دې هېواده د ایراني ځواکونو د ایستلو لپاره هڅو ته دوام ورکوي.
مایک پامپیو چې پرون پنجشنبه د قاهرې په امریکايي پوهنتون کې یې خبرې کولې، وویل:
"امریکا به له سوریې څخه د وروستني ایراني سرتېري د ایستلو لپاره له ډیپلوماسۍ او له خپلو شریکانو سره له همکارۍ کار واخلي، امریکا همداراز هڅه کوي چې د ملګروملتو په مشرۍ د یوې پروسې له لارې د سوریې خلکو ته چې له ډېره وخته کړېږي، سوله او ارامښت راوړي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته... Читать дальше...
د مقدونیا د نوم د بدلون پر سر د دغه هېواد د پارلمان بحث تر نن جمعې پورې ځنډېدلی.
د دغه هېواد صدراعظم زوران زایف پرون ظاهراً بریالی نه شو چې د نوم د بدلون لپاره د پارلمان اکثریت ترلاسه کړي.
د مقدونیا پارلمان له ګاونډي یونان سره د څو لسیزو لانجې د پای ته رسولو او په ناټو او اروپايي اتحادیې کې د غړیتوب د ترلاسه کولو په هدف پرون پنجشنبه پر شمالي مقدونیا د خپل هېواد د نوم د بدلېدو لپاره بحث پیل کړ.
د مقدونیا له اساسي قانون سره سم، پر شمالي مقدونیا د دې هېواد د نوم د بدلېدو لپاره د پارلمان په درېیو کې د دوو برخو ملاتړ پکار دی.
اروپايي اتحادیې له روسیې وغوښتل په خپله خاوره او غصب شوې کریمیا کې هغه ټول اوکراینیان خوشې کړي چې په غیر قانوني ډول یې نیولي دي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالېسۍ د مشرې فيدریکا موګريني ویاندې پرون پنجشنبه په یوه بیان کې د مثال په توکه د ۲۰ کلن اوکرایني پافلو هریب او یوه تاتار فعال ایدم بیکیروف یادونه کړې چې لومړنی د ترورېزم په تور نیول شوی او دوهم تېره میاشت کریمیا ته له ننوتو سره سم ونیول شو.
ویاندې ویلي، اروپايي اتحادیه هیله لري چې دا کسان به ژر تر ژره خوشې او ځانګړي طبي خدمات به ورته برابر کړای شي.
په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې پرون بیا واوره واورېده او اټکل کېږي چې ممکن نن هم د افغانستان په یو...
د قانوني چارو پوه قادر خان وایي، پر راو انوار په مقدمه کې پر هغه ۱۰۹، ۱۳۴ او ۳۰۲مې دفعې لګول شوې دي. دی وايي، که داسې کسان له عدالته ضمانت هم واخلي، نو خپل پاسپورټ
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net