اروپايي ټولنه: روسیه دې په کریمیا کې نیول شوي اوکراینيان خوشې کړي
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالېسۍ د مشرې فيدریکا موګريني ویاندې پرون پنجشنبه په یوه بیان کې د مثال په توکه د ۲۰ کلن اوکرایني پافلو هریب او یوه تاتار فعال ایدم بیکیروف یادونه کړې چې لومړنی د ترورېزم په تور نیول شوی او دوهم تېره میاشت کریمیا ته له ننوتو سره سم ونیول شو.
ویاندې ویلي، اروپايي اتحادیه هیله لري چې دا کسان به ژر تر ژره خوشې او ځانګړي طبي خدمات به ورته برابر کړای شي.
