د کډوالو چارو وزارت ۱۲ زره کورني بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو لړۍ پيل کړه.
د کډوالو چارو وزارت وايي، په ټول هېواد کې څلور اتیا زره داخلي بېځایه شوې کورنۍ دي چې له دې ډلې یې دولس زرو کورنیو سره د افغانستان حکومت له خپلې بودجې د مرستو لړۍ پيل کړې.
د همدې مرستو د لړۍ د پیل په خاطر د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ننګرهار ته تللی و او د یکشنبې په ورځ یې رسنیو ته وويل چې دغه مرسته په څوارلسو ولایتونو کې داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ورکول کېږي چې ننګرهار هم له دې ډلې دی
په همدې مراسمو کې د... Читать дальше...
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسه وايي، د فوټبال په فدراسیون کې د ښځینه لوبغاړو جنسي ځورونه...
د افغانستان د ماليي وزارت په ټولو سرحدي او محصولي ګمرکونو کې د څارنې کمرې او د معلوماتي ټکنالوژۍ داسې سېستمونه...
د نومیالي لیکوال، شاعر او سیاسي مبارز ارواښاد کاکاجي صنوبرحسین د ۵۶ تلین په مناسبت د جنورۍ په شپږمه نېټه په پېښور کې غونډه وشوه چې پکې پوهانو د نوموړي په ژوند او کار رڼا واچوله او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د پښتنو د داسې اتلانو نومونه دې د سکولونو په نصابونو کې شامل کړي.
د ارزګان ولایت چارواکو تأيید کړه چې وسله والو طالبانو د کليو او پراختيا رياست څلور کارکوونکي برمته کړي دي.
د کلیو پراختيا رئيس سید شاه حبیبي نن ازادي راډيو ته وويل، وسله والو طالبانو شااوخوا څلور ورځې وړاندې د دوى څلور کارکوونکي چې دوه یې ښځينه دي، برمته کړي دي.
چارواکي زیاتوي چې د دغو کسانو د خلاصون لپاره يې وسله والو طالبانو ته قومي مخور د مذاکرو لپاره لېږلي دي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه یو غړی وايي، ممکن دغه ګوند ولسمشریزو انتخاباتو ته د عبدالله ...
د روسيې په ماګني توګورسک ښار کې چارواکي په پام کې لري چې د استوګنې د يوې ودانۍ دوه برخې ونړوي.
تېره دوشنبه د دغه کمپلکس د يوې برخې د نړېدو له کبله ٣٩ کسان مړه شول.
چارواکو نن وويل چې د دې ودانۍ پاتې نهه برخې د استوګنې وړ دي.
د دې ودانۍ اووم پوړ د نوي ميلادي کال په شپه ونړېد چې چارواکي يې علت د طبيعي ګازو چاودنه ګڼي او په دې اړه تحقيقات کوي.
د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په ننګرهار کې له هغو ۹۰۰ کورنيو سره د ۱۳.۵ ميليونو افغانيو نغدي مرسته وکړه چې په روان لمریز کال کې د جنګونو له امله له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي او د جلال اباد ښار په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې استوګن شوي دي.
امريکا وايي، له سوريې يې د ټولو پوځيانو ايستل په دې شرط پورې تړلي دى چې ترکيه په سوريه کې د کردانو د خونديتوب ډاډ ورکړي.
دا خبره د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن نن اسرائيل ته د سفر پر مهال کړې ده.
ښاغلي بولټن وويل، له سوريې د ټولو امريکايي پوځيانو وتل په سوريه کې د داعش ترورېستي سازمان د ټولو عناصرو په ماتې پورې مشروط وو.
د امريکا د ملي امنيت سلاکار وايي، له سوريې يې د پوځيانو وتلو ته لا کوم مهالوېش نه دى ټاکل شوى.
د جان بولټن په خبره، ولسمشر ډونالد ټرمپ د داعش د خلافت ړنګېدل غواړي. Читать дальше...
د ايران مرکزي بانک په پولي واحد کې يو تعديل پېشنهاد کړى چې پر اساس يې له ايراني ريالو څلور صفرونه لېرې کېږي.
دا خبر د ايران دولتي رسنيو ورکړى دى.
ايرنا خبري اژانس د مرکزي بانک د رئيس عبدالناصر همتي نننۍ خبرې را اخيستي چې ويلي يې دي:
"له ملي کرنسۍ د څلورو صفرونو د لېرې کېدلو لايحه پرون د مرکزي بانک له خوا حکومت ته وړاندې شوې ده."
په ٢٠١٨ میلادي کال کې د ايران د ريالو ارزښت څه باندې ٦٠ فيصده ولوېد، خو په وروستيو اوونيو کې يې ارزښت تر يوه حده ثابت شوى دى.
د مشال مرکې پاڼې ته ښه راغلاست. دا اوونۍ له ذکیې وردګ سره غږېدلي یو. نوموړې د افغانستان د ښځینه انجینیرانو د ټولنې مشره ده.
په درانو یا شاقه کارونو د بوختو ماشومانو شمېر په فراه کې زیات شوی او مدني فعالان او عام خلک یې اندېښمن کړی دي.
د ازادي راډیو خبریال احمد شاه فطرت په درنو کارونو د یو شمېر بوختو ماشومانو پر ژوند دغه ویډیويي راپور چمتو کړی دی.
د ازادۍ راډیو مشر هاشم مومند او د مشال راډیو رییس محمد امین مدقق د امان الله امیرزي له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې.
د افغانستان مشرانو جرګه وايي، سوله د افغانانو اړتیا ده او امریکا باید په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې ...
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د اوبو په اړه د افغان او ایراني چارواکو کلنۍ غونډه په تهران کې ...
د کونړ برښنا کوټ فابریکه د سردار محمد داود خان د واکمنۍ په وخت کې جوړه شوې چی په هغه وخت کې یې ۷۵۰ کیلو واټه برښنا تولیدوله، خو اوس دغه فابریکه خرابه شوې او ډېر فعالیت نشي کولای.
ویډیو: روح الله انوري
اېډېټ: لېمه هادي
روسيه او ايران په پام کې لري چې په کسپين سمندرګي کې ګډ پوځي تمرينات وکړي.
د ايران د سمندري ځواکونو يوه چارواکي ويلي چې دغه تمرينات به ډېر ژر وشي.
مهر خبري اژانس نن د ايران د اميرالبحر حسين خانزادي په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي:
"دا د دواړو هېوادونو تکتيکي، د ژغورنې او د سمندري غلو پرضد جنګي تمرينات دي."
ايران او روسيې په ٢٠١٥ او ٢٠١٧ میلادي کلونو کې هم په کسپين سمندرګي کې دېته ورته پوځي تطبيقات کړي وو.
خانزادي ويلي، د کسپين سمندرګي په شااوخوا کې پراته هېوادونه په سيمه کې د هر هغه هېواد... Читать дальше...
نامعلومو وسله والو په کندهار کې د قاري محمود الحسن هاشمي په نوم يو ديني عالم وواژه.
د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي ازادي راډيو ته وويل، حمله کوونکي چې پر موټرسايکل سپاره وو، ښاغلى هاشمي يې نن غرمه په خاد کوڅه کې په ډزو وژلى دى.
قاري هاشمي په لويو دولتي غونډو کې د قران کريم تلاوتونه کول او د کندهار د استيناف محکمې کارکوونکی و.
تر اوسه د دې حملې مسؤليت چا نه دى منلی.
د ابوظبۍ ولي عهد شیخ محمد بن زید النهیان چې د جنورۍ پر شپږمه اسلام اباد ته ورسېد نو د وزیراعظم عمران خان په ګډون ګڼ چارواکي یې هرکلي ته ورغلي ول. نوموړی په یو ورځني سفر په پاکستان کې دی چې د وزیراعظم دفتر په خبره، پر دوه اړخیزه اړیکو له چارواکو سره غږېږي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان د وزیراعظم دفتر ویلي، النهیان چې د جنورۍ پر شپږمه د راولپېنډۍ نور خان هوايي ډګر ته ورسېد نو عمران خان او ګڼ لوړپوړي چارواکي یې ستړي مه شي
د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مستقیمو خبرو د پيلېدو لپاره پاکستان ته...
ځایي چارواکي وایي، د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې یو شمېر زرمینځونکي د تونل د نړېدو له امله تر خاور لاندې شوي دي.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډيو ته وویل، نن یکشنبه د ورځې ۱۰ بجې د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ په شِپو سیمه کې یو شمېر زرمینځونکي په خپل لاس د کیندل شوي تونل د نړېدو له امله تر خاورو او تېږو لاندې شوي دي.
ښاغلي نظري وویل چې تر اوسه د ترخاورو لاندې شویو زرمینځونکو کره شمېر نه دی معلوم، خو په خبره یې چې ژغورونکي یې د ژغورنې لپاره سیمې ته استول شوي دي.
بدخشان د هېواد په... Читать дальше...
یو لوړپوړی حکومتي پلاوی د جنورۍ پر څلورمه د اسټرالیا سېډني ښار ته رسېدلی چې هلته د ناقانونه پیسو د کنټرول او څار نړیوالې ادارې
د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وايي، په دغه ولایت کې د ولسي تړون پلي کېدونکو پروژو کې پراخ فساد...
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو ویلي دي چې حکومت به د بریدګرو پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net