د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د چین له بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د چین د بهرنیو چارو وزیر یانګ يي اون د دوو هېوادونو پر اړیکو او نورو دوه اړخیزو مسئلو خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار تر دې وړاندې هند ته تللی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د افغانستان او هند پر اړیکو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې د دارالانشا رئیس او د ولسمشر غني استازی محمد عمر داوودزی لا هم په پاکستان کې دی چې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړي.
