د جمال خاشقجي د قتل په تور د۱۱ کسانو محاکمه په ریاض کې پېل شوه
د سعودي رسمي خبري اژانس وايي چې څارنوالانو د پینځو تورنو کسانو لپاره د اعدام حکم غوښتی دی.
جمال خاشقجي د نړۍ په کچه پېژندل شوی ژورنالېست و چې د اکټوبر په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي په قونسولګرۍ کې ووژل شو.
د هغه په قتل د تورنو کسانو نومونه لا نه دي خپاره شوي.
جمال خاشقجي د سعودي د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له سختو منتقدانو و.
