«م.م»: په ۲۰۱۸ کې تر ۳۴۳ زره زیات افغانان کورونو پرېښودو ته اړ شوي
دې ادارې نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه ، په یوه رپوټ کې ویلي چې د ډسمبر میاشتې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د تقریباً یو نیم زر افغانانو د بې ځایه کېدو رپوټ ورته رسېدلی دی.
ملګري ملتونه وايي چې جګړه، وچکالي او نور طبیعي افتونه په افغانستان کې د خلکو د بې ځایه کېدو اساسي دلایل دي.
