په اروپا کې د بشري حقونو محکمه د روسیې د قضیې په اړه پریکړه کوي
ګرجستان ادعا کوي چې د روسیې چارواکو په هغه هېواد کې د مېشتو ګرجیانو د توقیف او د هغوی د اخراج لپاره ځانګړې پالیسي عملي کړې وه چې د بشري حقونو په اړه د اروپايي اتحاديې کنوانسیون تر پښو لاندې کوي.
د اروپا د بشري حقونو محکمې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پهدې اړه په حکم کې د ګرجستان ادعا تأیید کړې وه. خو روسیې د استېناف غوښتنه کړې وه.
د ګُرجستان حکومت وايي چې روسیې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ میلادي کال تر منځ د ۴۶۰۰ ګرجیانو د اخراج حکم صادر کړی او تر ۲۳۰۰ زیات وګړي یې نیولي او اخراج کړي دي.
