خلیلزاد: د سولې موافقې په اساسي شرطونو کې مهم پرمختګ شوی
خو د خلیلزاد په لیکنه، دا پهدې معنی نهده چې کار پای ته رسېدلی.
زلمي خلیلزاد ویلي چې د بینالافغاني خبرو د پېل او د بشپړ اوربند پر ټینګولو هم باید کار وشي چې حیاتي مسئلې دي.
خلیلزاد په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې وضعیت پېچلی دی او د نورو حساسو بهیرونو په څېر د سولې د هڅو جزئیات په عام محضر کې نهشي مطرح کولای.
د خلیلزاد په لیکنه، شکاک خلک مخکې له وخته او د دې پراخې پروسې د یوې برخې پر اساس داسې قضاوت کوي لکه موږ چې موافقه بشپړه کړې وي.
خو خلیلزاد لیکلي چې فیل په یوه ګوله کې نه خوړل کېږي او همداسې د څلوېښتو کلونو جنګ په یوه غونډه کې نه ختمېږي.
خلیلزاد په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې دا پروسه زیات مسایل، ډېر لوبغاړي او خوځېدونکي برخې لری خو لکه څرنګه چې د امریکا ولسمشر ویلي، د سولې هڅې پر سم لور په حرکت کې دي.
