واشنګټن: روسیې د اوکراین ماڼوګان په غیرقانوني ډول ساتلي
کورټ وولکر Kurt Volker د پنجشنبې په ورځ له خبریالانو سره په ټلفوني خبرو کې وویل، روسیې دا ماڼوګان لاهم په غیرقانوني ډول ساتلي او ښايي چې د مارچ په ۳۱ مه د اوکراین د ولسمشرۍ د انتخاباتو تروخته یې خوشي نه کړي.
وولکر وویل، له دې سره داسې یو تصور رامینځ ته کېږي چې د دې ماڼوګانو د نیولو لپاره کوم مشروع دلیل نشته بلکې د روسیې هدف له دې کاره تر ډیره سیاسي دی څو پر اوکراین فشار راوړي.
د اوکراین لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړه، متحدایالات او اروپا پر دې غور کوي چې که روسیه دا ماڼوګان خوشې نه کړي نو د دې هېواد پرضد باید کوم اضافي اقدامات وشي.
روسیې د تېرکال په نوامبر میاشت کې په کرچ تنګي کې چې ازوف بحیره له تورې بحیرې سره وصلوي، د اوکراین درې کشتۍ او له هغو سره ۲۴ ماڼوګان ونیول چې دې کار په سیمه کې کړکېچ لا زیات کړ. روسیه ادعا کوي چې دا ماڼوګان په کریمیا سیمه کې د روسیې اوبو ته ډول په غیرقانوني ننوتي وو، خو کیف بیا وايي چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی دی.
