ټرمپ راتلونکي اوونۍ له اوون سره د خپلې سرمشریزې نېټه اعلانوي
ولسمشر ټرمپ پرون وویل، دی غواړي چې د روانې فبرورۍ میاشت په پینځمه نېټه ملت ته د خپلې وینا په لړ کې دا اعلان وکړي.
نوموړي خبریالانو ته وویل هغوی «شمالي کوریا» دا کتنه غواړي.
داسې ویل کېږي چې ټرمپ او کېم به په ویتنام کې چې له دواړو هېوادونو سره ښې اړیکې لري له یو بل سره وویني.
یو شمېر مقاماتو بیا ویلي دي چې ښايې د امریکا او شمالي کوریا مشران د روانې فبرورۍ میاشت په وروستیو کې له یو بل سره وویني.
ډونالډ ټرمپ او کېم جونګ اوون د لومړي ځل لپاره د تېر میلادي کال د جون په ۱۲مه نېټه په سینګاپور کې غونډه وکړه.
