په افغانستان کې د اکتوبر پر۲۰ مه او ۲۱مه د پارلېماني انتخاباتو بهیر سره د دې چې د لویو بدو پېښو سره مخ نه شو خو د دې باوجود هم له بیلا بېلو سیمو د بدامنۍ خبرونه رارسېدلي چې پکې د خلکو د مرګژوبلې هم راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امريکا به له روسيې سره د سړې جګړې د وخت د وسلو د کنټرول له تړونه ووځي.
ټرمپ دغه اعلان پرون په داسې حال کې وکړ چې د ملي امنيت سلاکار يې جان بولټُن مسکو ته روان شو.
ښاغلى بولټُن به د منځ-واټنه اټمي وسلو د کنټرول د تړون تر څنګ پر نورو موضوعاتو د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره خبرې وکړي.
ټرمپ د امريکا هغه تورونه چې له اوږدې مودې راهيسې يې لګوي بيا تکرار کړل چې مسکو ”له کلونو راهيسې“ له دغه تړونه سرغړونه کوي.
ولسمشر ټرمپ وويل، د دغه تړون له... Читать дальше...
د ننګرهار ولایت په ۱۴ مرکزونو کې د ولسي جرګې دټاکنو په دوهمه ورځ رأيه اچونه روانه ده.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼى وايي، دغه مرکزونه په شپږو ولسواليو کې دي چې پرون پهکې د رأی اچونې بهیر ناوخته پیل شوی و او یا هم د نورو ستونزو له امله تړلي پاتې وو.
د والي وياند وايي، د امنیتي ځواکونو په همکارۍ له ولسوالیو مرکز ته د انتخاباتي موادو او د کارول شوو رأیو د انتقال بهيرهم پیل شوى دى.
د بلخ پوليسو د مرکز مزارشريف په يوه جومات کې د څلورو کسانو مړي پيدا کړي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دُراني وويل، دغه کسان د وسلهوالو طالبانو لهخوا په نهرشاهي ولسوالۍ کې وژل شوي او بيا يې مړي سيمې ته لېږدول شوي دي.
پوليسو تراوسه پورې نهدي ويلي چې وژل شوي کسان څوک دي؟ خو يوې سرچينې ازادي راډيو ته ويلي چې وژل شوي کسان په بلخ کې د ولسي جرګې د يوه کانديد څارونکي وو.
سرچينه وايي، دغه کسان د وسلهوالو طالبانو لهخوا تېره شپه تښتول شوي او بيا وژل شوي دي.
د بلخ پوليسو ويلي چې د پېښې په اړه يې تحقيقات پيل کړي دي. Читать дальше...
په افغانستان کې د ولسي جرګې د پرونيو انتخاباتو په دوام نن د ٢٢ ولايتونو په څه باندې ٢٥٠ مرکزونو کې رايه اچونه روانه ده.
دا هغه مرکزونه دي چې خلک نه وو توانېدلي د ولسي جرګې په پرونيو انتخاباتو کې رأيه ورکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي نن ازادي راډيو ته وويل:
"زه هيله مند يم چې نن تر پايه پورې هغه کسان چې پرون په ټاکنو کې له ګډونه بې برخې پاتې وو، وکړاى شي خپلې رأيې وکاروي."
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، پرون خلکو د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره په ٤٥٠٠ مرکزونو کې رأی ورکړي. Читать дальше...
په کونړ کې که څه هم ځينې امنیتي او د ټاکنو کمېسون په کارونو کې یو څه تخنیکي ستونزې موجودې وې، خو...
د پاکستان د خزانې وزير اسد عمر ويلي، نوی حکومت به په اخري ځل د پېسو له نړيوال صندوق یا (ای اېم اېف) څخه پور اخلي. نوموړي دا هیله هم څرګنده کړېده چې د راتلونکو اوو نه تر اتو مياشتو په موده کې به د ډالرو بیه اووه ویشت په سلو کې وغورځېږي او حالات به تر ډیره حده سم شي.
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د شپږو ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون یوولس تنه وژل شوي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي نن د یکشنبې ورځې شااوخوا یوولس بجې د اچین ولسوالۍ د مامند په سیمه کې د ملکي وګړو پر یوه سراچه موټر د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې چې د شپږو ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون یوولس تنه وژل شوي.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په ۲۵۰ مرکزونو کې د اکتوبر پر ۲۱مه انتخابات کېږي. دا هغه مرکزونه دي چې
د ولسي جرګې انتخابات وروسته له هغې دوهمې ورځ ته وغځیدل چې د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د یو لړ ستونزو له امله له ۳۷۰ زیات مرکزونه نه و پرانیستل شوي.
د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی د رایې ورکونې د پروسې له دوهمې ورځې ویډیویي راپور جوړ کړی دی.
هغه افغانان چې پرون یې د رأیو د مرکزونو د نه پرانېستل کېدو رأی استعمال نه کړای شوې، نن رأی اچوي.
په کابل کې د ازادي راډیو خبریالان وايي چې د رأی ورکولو مرکزونه په ځنډ پرانېستل شول، خو تراوسه پورې هغه ډول تخنیکي ستونزې نه ویني چې پرون یې له کبله ډېر خلک په ساعتونو منتظر پاتې شول.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې نن به د رأی ورکولو ۴۰۱ مرکزونه پرانېستې وي چې ۵۰۰ اضافي کارکوونکي ورلېږل شوي دي.
هغه افغانان چې پرون یې د رأیو د مرکزونو د نه پرانېستل کېدو رأی استعمال نه کړای شوې، نن رأی اچوي.
په کابل کې د ازادي راډیو خبریالان وايي چې د رأی ورکولو مرکزونه په ځنډ پرانېستل شول، خو تراوسه پورې هغه ډول تخنیکي ستونزې نه ویني چې پرون یې له کبله ډېر خلک په ساعتونو منتظر پاتې شول.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې نن به د رأی ورکولو ۴۰۱ مرکزونه پرانېستې وي چې ۵۰۰ اضافي کارکوونکي ورلېږل شوي دي.
په افغانستان کې که څه هم د پارليماني ټاکنو نتيجو شمېرل پېل شوې دي خو په ځينو ځايونو کې نن هم خلک کولی شي رايې واچوي. په دغو ځايونو کې پرون د ځينو ستونزو له کبله خلکو خپل ووټونه نه وو اچولي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هیله لري چې د نیکي هیلي پر ځای به ژر په ملګرو ملتونو کې نوی استازی وټاکي.
ده وویل، غوره بولي چې پر دې چوکۍ بیا هم یوه ښځه وګوماري.
ټرمپ پرون شنبه د نیوادا ایالت په ایلکو ښار کې له یوې غونډې وروسته وویل چې ژر به یو مهم څوک وټاکي.
ده همدا راز وویل چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازیتوب د چوکۍ لپاره حاضردمه له ۵ کاندیدانو سره مرکې کوي.
د امریکا متحدو ایالتونو، کاناډا او اروپايي هېوادونو په استانبول کې د سعودي په کنسولګرۍ کې د ژورنالېست جمال قاشقجي د وژل کېدو په اړه د سعودي عربستان پر توضیحاتو نارضایتي ښکاره کړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ چې د سعودي د سلطنتي کورنۍ نېژدې ملګری دی، پرون شنبه خبریالانو ته وویل، تر هغو به راضي نه شي چې سم ځواب یې نه وي موندلی.
ده همدا راز وویل چې په سعودي باندې پر بندیزونو غور کوي او د دغه هېواد له ولیعهد شهزاده محمد بن سلطان سره به خبرې وکړي.
خو ټرمپ خپلې خبرې وروسته یو څه نرمې کړې، ویې ویل، امکان لري چې ولیعهد به له قتله خبر نه و. Читать дальше...
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان بدیع صیاد وايي، پر ټاکنیز بهیر د خلکو صفر شوی اعتماد یې لوړ کړ.
صیاد پرون شنبه د اکټوبر ۲۰مه، په کابل کې په خبري غونډه کې ومنله چې د بایومټریک سیسټم د نوي والي او د وخت د کموالي له امله تخنیکې ستونزې پېښې شوي، خو ډېر خلک وتوانېدل چې رأی ورکړي.
صیاد زیاته کړه:
"زه له خپلو وطنوالو چې د رأیو مرکزونو ته راغلل مننه کوم چې مرکزونو ته راغلل او د خلکو د روغې دعوې یې باطلې کړې. دا د دې ښکارندوي ده چې خلک له انتخاباتو سره څومره مینوال دي او د انتخاباتو کمېسیون... Читать дальше...
د مقدونیې پارلمان یو حساس ګام پورته کړ او خپل هېواد ته یې د شمالي مقدونيې نوم غوره کړ.
دا ګام ښايي له یونان سره د دوی زړه لانجه پاي ته ورسوي او بلاخره په ناټو او اروپايي اتحادیه کې د ګډون موقع ورکړي.
د مقدونیې د پارلمان له ۱۲۰ غړو پرون شنبه د اکټوبر۲۰مه ۱۸۰ کسانو تر څو ساعته بحث او خبرو د خپل هېواد لپاره د نوي نوم د غوراوي د پرېکړې ملاتړ وکړ.
د مقدونیې پارلمان باید اساسي قانون ته د نوي نوم د ور زیاتولو لپاره ځینې تعدیلات ومني او د تائید لپاره یې بله رای ګیري وکړي چې ښايي راتلونکی کال په جنورۍ کې وشي.
په لندن کې زرګونه کسانو له حکومته غوښتنه وکړه چې له اروپايي اتحادیې د بریتانیې د وتلو د پلان وروستي شرایط ټولپوښتنې ته وړاندې کړي.
په لندن کې پرون شنبه د اکټوبر۲۰مه، مارش کوونکو د "اروپايي یم او ویاړم" شعارونه لېږدول.
د بریتانیې خلکو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له اروپايي اتحادیې د وتلو په اړه د پرېکړې لپاره په ټولپوښتنه کې برخه واخېسته او ۵۲ فیصده خلکو د وتلو د پلان ملاتړ وکړ، خو له هغه راهیسې، د بریتانیې حکومت نه دی توانېدلی چې د وتلو په شرایطو له اروپايي اتحادیې سره موافقې ته ورسېږي.
بریتانیه... Читать дальше...
د لوی کندهار د ځوانانو شورا د افغانستان له ملي وحدت حکومته غوښتنه کړې چې د پولیسو ملي اکاډمي د جنرال عبدالرازق اڅکزي په نوم کړي او هغه ته رسماً د ملي اتل لقب ورکړي.
د لوی کندهار د ځوانانو شورا رئيس رفع پوپل پرون شنبه د اکټوبر۲۰مه، له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې ولسي جرګې ته د وژل شوي کاندید، عبدالجبار قهرمان لپاره د ستر جنرالۍ د لقب غوښتنه لري او د هغه له کورنۍ سره باید حکومت مرسته وکړي.
رفع پوپل وویل:
"دا یو معنوي کار دی چې د لوی کندهار ولسونه به خوشاله کړي او خلکو ته به هم الهام ورکړي... Читать дальше...
په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ووټل ویلي چې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي وژل کېدل د افغانستان له جګړې د امریکا ملاتړ نه شي کمولای.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، جنرال ووټل پرون شنبه د اکتوبر۲۰مه ویلي چې په کندهار کې وروستۍ حمله له وسله والو طالبانو سره په مبارزه کې د افغان امنیتي ځواکونو روحیه نه شي کمزورې کولای.
جنرال ووټل ویلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په کندهار کې د امنیتي وضعیت د کنټرول توان لري.
تر دې مخکې، د امریکا دفاع وزیر جېمز... Читать дальше...
په افغانستان کې د شفافو انتخاباتو بنیاد وايي، په انتخاباتي مرکزونو کې د رأی ورکولو د بهیر ناوخته پیل سبب شو چې د دوی ناظرین له ستونزو سره مخامخ شي.
دې ادارې پرون شنبه د اکټوبر۲۰مه په یوه بیان کې وویل چې په ۲۵ ولایتونو کې یې ۱۸۵ ناظرانو د مازدیګر له څلور نیمو بجو د ماښام تر نهو بجو انتخاباتي بهیر څارلی، خو د هوا له تيارې سره د هغوی ښځینه څارونکې مجبوره شوي چې کورونو ته ولاړې شي.
ټیفا په خبرپاڼه کې دا چې د انتخاباتو بهیر د یکشنبې ته اوږد شو شدیده اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا کار درغلیو ته لاره جوړوي. Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما د ولسي جرګې په ټاکنو کې د "ډېرو خلکو" ګډون ستایلی دی.
د یوناما په خبرپاڼه کې چې پرون د اکټوبر۲۰مه، خپره شوې ویل شوي چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې، اول وار په افغانستان کې د انتخاباتو بهیر په بشپړ ډول د افغانانو له لوري ترسره شو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې میلیونونه افغانانو پرون له امنیتي ګواښ، تخنیکې ستونزو او ساعتونو انتظار له زغملو سره د خپلې ښې راتلونکې لپاره رأی ورکړي.
که څه هم افغانان د انتخاباتو د شفافې پروسې نه خوښ ښکاري خو ځینې یې د کار له سستوالي شکایت لري.
دا چې په کابل او ولایتونو کې د انتخاباتو پروسه څنګه تېریږي؟ د تمیم اخګر په دې ویډیويي راپور کې یې وګورئ.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په ۲۵۰ مرکزونو کې نن یکشنبه انتخابات ترسره کېږي.
د ارزګان ولایت له ګیزاب ولسوالۍ پرته، نور د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او درېيو ولسواليو کې ټاکنې تېره شپه...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net