د ايران پارلمان يوه لايحه تصويب کړه چې هدف يې نړيوالو معيارونو ته د ايران د قوانينو برابرول دي.
دغه لايحه ايران ته زمينه برابروي د ټروريزم د تمويل پرضد د ملګرو ملتونو له يوه کنوانسيون سره ملګرى شي.
د ايران رسنيو راپور ورکړى چې د پارلمان د وکيلانو له ډلې د ١٤٣ د دې لايحې په پلوي، ١٢٠ په مخالفت او ٥ نورو ممتنع رايې ورکارولې.
دغه لايحه مخکې تر دې چې د قانون حيثيت خپل کړي، بايد د شوراى نګهبان لا خوا تصويب شي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د پارلماني مباحثو پر مهال ويلي وو... Читать дальше...
د ترکيې د ولسمشر يو سلاکار وايي په دې باور دى چې د سعودي عربستان يو پېژندل شوى ژورناليست چې له شپږو ورځو راهيسې ورک دى، په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوى دى.
ياسين اقتاى رويټرز خبري اژانس ته وويل، ترکي چارواکي په دې باور دي، چې په اغلب ګومان د سعودي عربستان يوه ١٥ کسيزه ډله په دې قضيه کې لاس لري.
تر دې مخکې د ترکيې ځينو سرچينو ويلي وو، فکر کوي جمال خاشُقجي، چې د سعودي د وليعد شهزاده بن سلمان له منتقدانو و، ښايي په قونسلګرۍ کې وژل شوى وي.
يوه چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د کويټ له چارواکو غوښتنه وکړه، چې په اقتصادي برخه، د سولې په پروسه او د ټروريزم په وړاندې مبارزه کې له کابل همکاري وکړه.
صلاح الدين رباني چې په يوه رسمي سفر کويت ته تللى، نن د کويټ له وليعهد نواف الاحمد الجابر الصباح سره د افغانستان او کويت د همکاريو پر دوام خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې وليعهد الصباح په ټولو برخو کې د افغانستان د ملاتړ ډاډ ورکړى دى.
په دې کتنه کې افغان ځوانانو ته د کويت د تحصليي بورسونو د ورکړې په اړه هم خبرې شوې دي.
د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو ويلي، چې ”ډېر ژر“ به د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وګوري.
دا به له کله چې تېره مياشت د مديترانې سمندرګي په ختيځ کې د روسيې يوه پوځي الوتکه وويشتل شوه، د دواړو مشرانو لومړۍ کتنه وي.
د اسرائيل صدراعظم نتنياهو وويل پر دې احتمالي کتنې يې له پوتين سره ټليفوني خبرې کړي:
”شېبه مخکې مې له ولسمشر پوتين سره خبرې وکړې، موافقه مو وکړه چې زموږ د پوځونو ترمنځ د مهمې امنيتي همکارۍ د دوام لپاره ډېر ژر سره وګورو. “
ښاغلي نتنياهو ونه ويل چې د دې کتنې... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سازمان د دولت له ټولو مخالفانو هيله وکړه، چې د ملکيانو د تګ راتګ پر لارو د منفجره وسايلو له کارونې ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما نن په يوه ځانګړي راپور کې وويل، د دغو منفجره وسايلو په نتيجه کې په تېرو ٩ مياشتو کې د ملکيانو مرګ ژوبله زياته شوې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو د دغه راپور د خپرېدو په مناسبت وويل: په لوى لاس د ملکيانو په نښه کول جنګي جنايت او د زغملو نه دى.
د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د شمالي کوريا له مشر کيم جونګ اون سره خپل بحثونه ”مثمر“ بللې او ستايلي يې دي.
ويل کېږي په نننۍ کتنه کې له اټومي وسلو د کوريا ټاپووزمې تصفيه او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کيم جونګ اون ترمنځ د دويمې سرمشريزې تابيا د اجنډا په سر کې وه.
پامپيو په ټويټر کې ليکلي چې پيونګ يانګ ته يې له کيم سره د کتنې لپاره ښه سفر درلود.
ولسمشر ټرمپ له کيم جونګ اون سره په جون مياشت کې په سينګاپور کې کتلي وو.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د ميدان وردګ په سيد اباد ولسوالۍ کې د تېرې شپې په حمله کې ١٤ سرتېري وژل شوي دي.
د دغه وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل په وژل شويو کې د سياد اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال سيد نضراب شاه هاشمي هم شامل دى.
هغه په پېښه کې د ٧ نورو سرتېرو ټپي کېدل هم تاييد کړل.
وسلواله جګړه هغه وخت پيل شوه چې يوه ډله وسلوالو د سيد اباد ولسوالۍ پر امنيتي پوستو ډله ييزه حمله پيل کړه.
د ميدان وردګ د والي وياند عبدالرحمن منګل... Читать дальше...
د خوست ملکي او پوځي چارواکو د ولسي جرګې له نوماندانو وغوښتل، چې د ځینو احتمالي ګواښونو له کبله دې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د سترو غونډو له جوړولو ډډه وکړي.
هند ته کډه شوي روهنجا مسلمانان وایي، ژوند یې له کړاوونو ډک دی او اکثره وخت ورسره امتیازي سلوک کېږي. په جمو، نوي ډیلي او اسام کې مېشت روهنجا کډوال وایي په دې خبره سخت اندېښمن دي چې حکومت یې په زوره د هند له خاورې وباسي.
د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، عبدالله عبدالله اندونیزیا ته د ده د سفر پر مهال د هغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له ...
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنیو ډېرېدو د مشرانو جرګې د غړو اندېښنې هم زیاتې کړې دي. دوی ټينګار کوي چې حکومت باید په ...
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د اکتوبر په اوومه پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل، د افغان چارواکو تر ډاډګېرنې وروسته یې د دې اقدام پرېکړه کړې او د دوشنبې پر ورځ خلک کولای شي چې د ویزو لپاره کونسلګرۍ ته ورشي.
دغه کمېسیون وايي، د ولسي جرګې ۲۴۹ څوکیو ته له ۲۵۵۶ ولاړو کاندیدانو یوازې نېږدې دوه سوه کسان داسې...
په پاکستان کې د احتساب عدالت په امر د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند د مشر شهباز شریف په نیول کېدو بېلا بېلو سیاسي ګوندو غبرګونونه ښکاره کړي دي. احتساب عدالت د اکتوبر په شپږمه، شهباز شریف د درغلیو په تور د لسو ورځو په ریمانډ د احتساب قامي ادارې یا نېب ته حواله کړی دی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د بایومټریک ټولې دستګاوې ورته سپارل شوي او شپږ ولایتونو ته یې نن انتقال پیل شو.
د ایران پارلمان د ملګرو ملتونو د ترورېزم د تمویل د مخنیوي په کنوانسیون کې د غړیتوب لایحه تصویب کړه. د ایران پارلمان هغه ...
جمهوري ریاست د افغانستان په شمال کې د سرو زرو او مسو د کانونو د ایستنې د تړونونو په اړه د روړنتیا...
د فارياب ولايت چارواکي وايي، افغان قواوو د قاطع ملاتړ مأموريت په همکارۍ د فارياب-جوزجان د لارې ٦٠ کېلو متره برخه له وسلهوالو طالبانو تصفيه کړه.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند کريم يورش پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل:
"دوى اوس په دولتاباد او شيرين تګاب ولسواليو کې دي، د لويې لارې په تصفيه او پرانیستلو بوخت دي. د دښمن پر مرکزونو په هوايي حملو مصروف دي."
د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، دغه بهرني ځواکونه د افغان پوځيانو د ملاتړ لپاره له بلخ ولايت څخه ورغلي دي.
د ده په خبره تر پرون پورې د تصفيې... Читать дальше...
د فارياب ولايت چارواکي وايي، افغان قواوو د قاطع ملاتړ ماموريت په همکارۍ د فارياب-جوزجان د لارې ٦٠ کيلومتره برخه له وسله والو طالبانو تصفيه کړه.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند کريم يورش پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل:
"دوى اوس په دولت اباد او شيرين تګاب ولسواليو کې دي، د لويې لارې په تصفيه او پرانېستلو بوخت دي. د دښمن پر مرکزونو په هوايي حملو مصروف دي."
د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، دغه بهرني ځواکونه د افغان پوځيانو د ملاتړ لپاره له بلخ ولايت څخه ورغلي دي.
د ده په خبره تر پرون پورې د تصفيې... Читать дальше...
په ننګرهار ولايت کې د دوو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د مرواريد کانال د دوهمې برخې د جوړونې تړون لاسليک شو.
د ننګرهار والي حيات الله حيات نن په يوه کنفرانس کې وويل، د دغه تړون په مرسته به د کانال په دوهم فاز کې د بيارغونې ګڼې پروژې عملي شي:
"دغه قرارداد تقريباً د دوو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت دى. کارونه به يې په دوو کلونو کې بشپړېږي. په دغه کانال کې زابرونه، پلونه، پلچکونه، محافظتي ودانۍ شاملې دي چې د سيمې اوسېدونکو ته به د کار زمينه برابره شي."
د مرواريد کانال د بيارغونې دغه تړون له جاپاني شرکت «PMS» سره لاسليک شوى دى. Читать дальше...
په کندهار کې د وسلهوالې جګړې په نتيجه کې ۱۳ وسلهوال او پنځه پوليس وژل شوي دي.
چارواکي وايي، جګړه وروسته له هغې پيل شوه چې وسلهوالو تېره شپه د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په جهانګيري سیمه ډلهييز بريدونه وکړل.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دُرانی وايي، په سيمه کې له نورو ځايونو مرستندوىه ځواکونه ورسېدل.
دی زیاتوي:
"د سهار تر څلورو بجو وتوانېدل ١٨ وسلهوال ټپيان او ١٣ ووژني، په متقابل بريد کې ٣ سرحدي پوليس او ٢ ملي پوليس شهيدان شوي دي."
دُراني وویل چې وسلهوالو نن سهار خپل مړي او ټپيان د ډيورند کرښې ها غاړې ته اړولي دي. Читать дальше...
د افغانستان د بدن ښکلا فدراسیون لوبغاړو د اسیا په ۵۲م پړاو سیالیو کې د سپينو زرو او برونزو مډالونه ګټلي.
د افغانستان د بدن ښکلا فدراسیون وايي، لوبغاړي يې د اسیا په ۵۲م پړاو سیالیو کې ښه ځلېدلي دي.
دغه لوبې چې د هند په پونه ښار کې پیل شوي او د اکټوبر له پنځمې پیل او تر لسمې به دوام ولري، افغان لوبغاړي پکې وتوانېدل چې د بېلابېلو مډالونو په ترلاسه کولو سره ښه وځلېږي.
په دغو سیالیو کې حمیدالله رستمي د سپینو زرو، حمیدالله خوشدل او عبدالحلیم احمدي د برونزو مډالونه او احمد مرید پنځم مقام ترلاسه کړ. Читать дальше...
په کندهار کې د وسلهوالې جګړې په نتيجه کې ۱۳ وسله وال او پنځه پوليس وژل شوي دي.
چارواکي وايي، جګړه وروسته له هغې پيل شوه چې وسله والو تېره شپه د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په جهانګيري سیمه ډله ييز بريدونه وکړل.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دُرانی وايي، په سيمه کې له نورو ځايونو مرستندوى ځواکونه ورسېدل:
"د سهار تر څلورو بجو وتوانېدل ١٨ وسله وال ټپيان او ١٣ ووژني، په متقابل کې بريد کې ٣ سرحدي پوليس او ٢ ملي پوليس شهيدان شوي دي."
دُراني وویل چې وسله والو نن سهار خپل مړي او ټپيان د ډيورنډ کرښې ها غاړې ته اړولي دي. Читать дальше...
د سعودي عربستان د يوه وتلي خبريال د برخليک په اړه اندېښنې زياتې شوي دي.
دى تېره سې شنبه په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته له ننوتلو وروسته لادرکه شو.
په ترکيه کې ځينو سرچينو پرون ويلي، فکر کوي جمال خاشُقجي چې د سعودي د وليعد شهزاده بن سلمان له منتقدانو و، ښايي په کنسولګرۍ کې وژل شوى وي.
يوه چارواکي چې نوم يې نه دى اخېستل شوى ويلي، دغه خبريال د سعودي عربستان د هغې ډلې له خوا وژل شوى چې په مشخص ډول د وژنې لپاره لېږل شوې و.
خو په استانبول کې د سعودي عربستان د کنسولګرۍ يوه چارواکي دغه... Читать дальше...
د لاتويا په پارلماني ټاکنو کې يوه روسپلوه ګوند ډېرې رأیې ګټلې دي.
نهايي نتيجې ښيي چې د هماهنګۍ په نوم دغه ګوند د اقليت روسي ژبو ډېرې رأیې لاسته راوړي چې د پرونيو انتخاباتو څه کم ٢٠ فيصده رأیې کېږي.
د انتخاباتو چارواکو نن وويل، د دوو نورو پاپوليستي ګوندونو له جملې يوه ١٤،۱ فيصد او بليې ١٣،۶ فيصده رأیې ګټلې دي.
د اروپايي ټولنې او ناټو طرفدار لېبرال ګوند په دغو پارلماني ټاکنو کې ١٢ فيصده رأیې ګټلي او په څلورم کتار کې راغلى دى.
د صدراعظم ماريس کوچينسکيس «Māris Kučinskis» په رهبرۍ د ښي اړخي... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В Московской области прошел чемпионат Центрального округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Мария стала соперницей Азаренко на турнире WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
АО «Транснефть – Прикамье» провело свыше 3 тыс. экологических исследований в I квартале 2024 года
Путин в России и мире
Москва
Путин поручил сократить время в пути от Москвы до курортов Черного моря
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Певица
Певица Анастасия Стоцкая появилась на публике в откровенном наряде
Москва
ФОК на Москворецкой улице в Бронницах достроят к декабрю
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net