د پاکستان حکومت د فاټا لپاره ځانګړې بوديجه اعلان کړه
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې فاټا ته به د قامي مالياتي کميسيون له پيسو څخه درې سلنه برخه ورکوي. بلخوا به د فاټا انتظامي دفتر فاټا سېکريټېريېټ له منځه وړل کېږي او د دې سيمو ټولې انتظامي چارې به د خېبر پښتونخوا وزيراعلا سېکريټېريېټ پرمخ وړي.