Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

Новости за 10.10.2018

د کابل پوهنتون د محصلینو ګرځنده رستورانت

Pa.azadiradio.com 

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ۱۰ تنه محصلینو په یو موټر کې ګرځنده رستورانت جوړ کړی او وایي په پام کې لري چې ورته ۳۰ ګرځنده رستورانتونه نور هم جوړ کړي. په دغه رستورانت کې د محصلینو او نورو خلکو لپاره ډول ډول خواړه تیارېږي. وېډیو او اېډېټ: لیمه هادي



د کابل پوهنتون د محصلینو ګرځنده رستورانټ

Pa.azadiradio.com 

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځې لس تنه محصلینو په یو موټر کې ګرځنده رستورانټ جوړ کړی او وایې په پام کې لري چې ورته دیرش ګرځنده رستورانتونه نور هم جوړ کړي. په دغه رستورانټ کې د محصلینو او نورو خلکو لپاره ډول ډول خواړه تیاریږي. ویډیو او ایډیټ لیمه هادي.

کابل ښاریان د کاندیدانو د شعارونو په اړه څه وایي؟

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي تر دې دمه‌یې د شعارونو له مخې څوک نه‌دي انتخاب کړي چې رأیه ورکړي. ځکه د دوی په خبره ټولې هسې بې‌ځایه ژمنې دي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په همدې هکله د کابل یو شمېر ښاریانو سره خبرې کړي چې دلته‌یې کتلی شئ.

کابل ښاریان د کاندیدانو د شعارونو په اړه څه وایې؟

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايې تر دې دمه یې د شعارونو له مخې څوک نه دي انتخاب کړي چې رایه ورکړي. ځکه د دوي په خبره ټولې هسې بې ځایه ژمنې دي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی په همدې هکله د کابل یو شمېر ښاریانو سره خبرې کړې چې دلته یې کتلی شئ.

په پاکستان کې پر رسنيو څه ډول فشارونه دي؟

Mashaalradio.com 

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د خېبر يونين اف جرنلټس مشر سيف الاسلام سيفي او د واکمن تحريک انصاف پر ټکټ کامياب شوی د قامي اسمبلۍ غړی شير علي ارباب بحث شوي.



د هندوستان په اترا پرادیش کې ۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان په شمالي ایالت اترا پرادیش کې د اورګاډي د اوښتو له کبله ۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. د هندوستان پولیسو ویلي چې دا پیښه نن سهار شوې ده. د هند د پولیسو افسر انند کمار په خبره د نیوفارکا اکسپرېس په نوم د اورګاډي پنځه کابینه د سیمې په وخت د سهار شپږ بجې له خپل مسیره منحرف شو. دغه اورګاډي د دغه ایالت مرکز لکنهو ته روان وو. د دې انحراف دلیل تر اوسه معلوم نه‎دی، خو په هندوستان کې ورته پېښې ډېرې دې. ددغه هېواد د دولتي ادارو په خبره د ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې تراوسه ۲۵ زره کسان د اورګاډي د پټلۍ په پېښو کې وژل شوي دي.

د هندوستان په اترا پرادېش کې ۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان په شمالي ایالت اترا پرادېش کې د اورګاډي د اوښتو له کبله ۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. د هندوستان پولیسو ویلي چې دا پیښه نن سهار شوې ده. د هند د پولیسو افسر انند کمار په خبره د نیوفارکا اکسپرس په نوم د اورګاډي پنځه کابینه د سیمې په وخت د سهار شپږ بجې له خپل مسیره منحرف شول. دغه اورګاډی د دغه ایالت مرکز لکنهو ته روان وو. د دې انحراف دلیل تر اوسه معلوم نه‎دی، خو په هندوستان کې ورته پېښې ډېرې دي. د دغه هېواد د دولتي ادارو په خبره د ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې تر اوسه ۲۵ زره کسان د اورګاډي د پټلۍ په پېښو کې وژل شوي دي.

ترکيې د سعودي د ۱۵ استخباراتي کارکوونکو نومونه خپاره کړل

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې صباح دولتي ورځپاڼې نن د سعودي عربستان د ۱۵ استخباراتي کارکوونکو نومونه خپاره کړل چې ویل کېږي د سعودي د نامتو خبریال جمال خاشقچي په لادرکه کېدو کې لاس لري. خاشقچي وروستی ځل تېره اوونۍ هغه مهال لادرکه شو چې په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته ننوت، څو د خپل واده په تړاو اسناد ترلاسه کړي. د نوموړي مېرمن وایي، هغه هېڅکله له کنسولګرۍ راونه‎وت. ترکي چارواکي ادعا کوي چې خاشقچي د سعودي عربستان په کنسولګرۍ کې وژل شوی دی. د ترکیې امنیتي سرچینې تردې وړاندې خبر ورکړی وو چې د سعودي عربستان... Читать дальше...

د ژمنیو المپیکي لوبو د ترسره کولو لپاره ۳ ځایونه نومول شوي

Pa.azadiradio.com 

د المپیک نړیوالې کمېټې د ۲۰۲۶ میلادي کال د ژمنیو المپیک لوبو ترسره کولو لپاره درې ځایونه نومولي دي. د کاناډا کالګاري، د ایټالیا میلان ښار او کورتینا دې امپیزو سیمه او دغه راز د سویډن پلازمېنه ستاکهلم هغه ښارونه دي چې ښایي په یوه کې به یې دغه لوبې ترسره شي. د یادې کمېټې مرستیال جان انتونیو سامارانچ په بونس ایرس کې د یوې غونډې پر مهال وویل، درې سره ښارونه د المپیک د باور وړ همکاران دي او ټوله هغه اړین ظرفیت او تجربه لري چې دغه لوبې ترسره کړي. د ۲۰۲۶ میلادي کال د المپیک ژمنیو لوبو په اړه وروستۍ پریکړه به راتلونکی کال وشي.

فیفا د انتخاباتو د امنیت پر وړاندې ګواښونه د اندیښنې وړ بولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا د انتخاباتو د امنیت پر وړاندې ګواښونه د اندیښنې وړ بولي. د دغې ادارې اجرائیوي مشر یوسف رشید د ولسي جرګې پر نوماندانو وروستیو بریدونو ته په اشارې وایي چې دا بریدونه د انتخاباتو د امنیت په برخه کې د جدي نیمګړتیاوو ښکارندویي کوي او زیاتوي که دا لړۍ دوام وکړي، نو د انتخاباتو پر بهیر به ناوړه اغېز ولري. ښاغلي رشید ازادي راډیو ته وویل: "د کاندیدانو د امنیت په برخه یا سمې برنامې نه‎دي ترتیب شوي او یا د امنیتي ارګانونو او کاندیدانو ترمنځ هم‎غږي... Читать дальше...

فاریاب: د طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون ۶ مخالفین وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسؤل حنیف رضایي د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون د شپږو تنو وسله‎والو مخالفینو د وژل کېدو خبره کړې ده. ښاغلي رضایي رسنیو ته ویلي چې تېره شپه دولس نیمې بجې افغان امنیتي ځواکونو د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې پر یوه کلي هوایي برید وکړ چې د ملا داوود په نوم د یوې ۵۰ کسیزې ډلې مشر له خپلو ساتونکو سره ووژل شو. د رضایي په خبره د دغو کسانو سره وسلې او مهمات تخریب شوي دي. طالبانو تر اوسه په‎دې اړه تبصره نه‎ده کړې.


Музыкальные новости




Персональные новости




فاریاب: د طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون ۶مخالفین وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسوول حنیف رضایي د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون د شپږو تنو وسله‎والو مخالفینو د وژل کېدو خبره کړې ده. ښاغلي رضایې رسنیو ته ویلي چې تېره شپه دولس نیمې بجې افغان امنیتي ځواکونو د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې پر یوه کلي هوایې برید وکړ چې د ملا داوود په نامه د یوې پنځوس کسیزې ډلې مشر له خپلو ساتونکو سره ووژل شو. د رضایي په خبره د دغو کسانو سره وسلې او مهمات تخریب شوي دي. طالبانو تر اوسه په‎دې اړه تبصره نه‎ده کړې.

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net