د ژمنیو المپیکي لوبو د ترسره کولو لپاره ۳ ځایونه نومول شوي
د کاناډا کالګاري، د ایټالیا میلان ښار او کورتینا دې امپیزو سیمه او دغه راز د سویډن پلازمېنه ستاکهلم هغه ښارونه دي چې ښایي په یوه کې به یې دغه لوبې ترسره شي.
د یادې کمېټې مرستیال جان انتونیو سامارانچ په بونس ایرس کې د یوې غونډې پر مهال وویل، درې سره ښارونه د المپیک د باور وړ همکاران دي او ټوله هغه اړین ظرفیت او تجربه لري چې دغه لوبې ترسره کړي.
د ۲۰۲۶ میلادي کال د المپیک ژمنیو لوبو په اړه وروستۍ پریکړه به راتلونکی کال وشي.
