جسټس ثاقب نثار: له عاصمې جهانګيرې مې د بشري حقونو ارزښت زده کړ
د شنبې پر ورځ د پاکسان سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن او د عاصمه جهانګير قانوني ادارې په ګډه د هغې پر شخصيت او مبارزه باندې يو کانفرنس جوړ کړ.
د شنبې پر ورځ د پاکسان سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن او د عاصمه جهانګير قانوني ادارې په ګډه د هغې پر شخصيت او مبارزه باندې يو کانفرنس جوړ کړ.
پاکستاني خبریالان اندېښنه ښکاره کوي چې اوس مهال تر هر بل وخت زیات پر خبریالانو او رسنیو محدودیتونه زیات شوي دي. دوی مشال راډیو ته ویلي چې د پاکستان مېډیا د تاریخ له ناوړو بندېزونو سره مخ ده.
د پاکستان د پولیسو پخواني مشران وايي په پخوانیو قبایلي سیمو کې به د ضلعو په اساس د پولیسو تعیناتي کېږي، دوی دا څرګندونې د وزیراعظم عمران خان له هغې خبرو وروسته مشال راډیو ته وکړې چې ویې ویل، قبایلي سيمو ته به ډېر زر د پولیسو نظام وغځوي.
په کابل کې د یکشنبې په ورځ نږدې درې سوه په مخدره موادو روږدې د درملنې لپاره د امید کمپ ته ولیږدول شول. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایې چې په درې کلونو کې په مخدره موادو د روږدو شاه خوا پنځلس زره کسانو درملنه شوې ده. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په همدې اړه ویډیویي راپور چمتو کړی.
د هرات ولايت مسوولان وايي د ملي امنيت رياست دوه کسان د تروريستي حملو د پلان په شک نيولي دي. دغه کسان تورن دي چې د هرات په دوو ساحو کې يې په وروستيو چاودنو کې لاس درلود او غوښتل يې د انتخاباتو په ورځ بيا تروريستي بريدونه پلان کړي. د والي وياند جيلاني فرهاد وويل، له دغو کسانو مهمات او نور مواد نيول شوي دي: "دوى مهمات او هغه مواد چې د ماينونو او نورو منفجره وسيلو په جوړولو کې ورڅخه استفاه کېږي، هرات ته انتقال کړي وو. دا ښيي چې دوى لوى هدف درلود، دوى غوښتل په ښاريانو کې نوره هم وېره خپره کړي، خو... Читать дальше...
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه پېل شوې ده. په کندهار کې د سرحدي ځواکونو د دريمي لوا درستيزوال ډګروال امين الله وایي چې نښته درې ساعته مخکي د سپين بولدک-ښورابک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو لخوا د اغزن سيم د مخنيوي په غبرګون شوې ده. ډګروال امين الله وویل چې امنیتي ځواکونو سيمه کې د پاکستاني پوځيانو لخوا د اغزن سیم د غځولو مخنیوی کړی چې پاکستاني لوري ورباندې بريد کړی او وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده. د... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول افغانستان کې په انتخاباتي مرکزونو او محلونو کې د امنیتي ځواکونو د ځای پرځای کولو لړۍ پيل شوې ده. د دغه وزارت ویاند نجیب دانش نن د دفاع وزارت او د غوڅ ملاتړ ماموریت له ویاندویانو سره په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته وویل چې دغه کار د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره په مشوره شوی. نوموړي زیاته کړه: "نن سهار مو په ټول افغانستان کې د ځواکونو ځای پرځای کول پيل کړل، په ټولو مرکزونو او د رایو ورکړې په مرکزونو کې چې د انتخاباتو په ورځ به خلاص وي د امنیتي... Читать дальше...
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، سر له سبا تر بلې دوشنبې پورې انتخاباتو ته د چمتووالي لپاره ټول دولتي ښوونځي رخصت وي. د دغه وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل نن ازادي راډیو ته وویل د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره له مخکې تړون شوی چې زیاتر انتخاباتي حوزې به په ښوونځیو کې وي، نو د زده کوونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره دغه اقدام شوی: "د دې لپاره چې په ډېری ښوونځیو کې انتخاباتي حوزې جوړېږي، له انتخاباتو سره د همکارۍ له مخې او د زده کوونکو د نه مزاحمت له امله سر له سبا تر بلې دوشنبې ټول دولتي ښوونځي رخصتېږي."... Читать дальше...
بتي کوټ او ګوشته له یوې نیمه لسیزه ورسته د ولسي پاڅونکونکو په مرسته له طالبانو تصفیه شوې. که څه هم څو میاشتې په دې کار اوړي خو د ملي امنیت ریاست اوس اوس د یو شمېر رسنیو خبریالان له ځانه سره دغو ولسوالیو ته یوړل. د ازادي راډیو خبریال تمیم اخګر هم له دوی سره ملګری و او دا راپور یې چمتو کړی دی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې انتخابات به د بایومټریک سیسټم او د رایې ورکوونکو د نوملړ په اساس د روانې مېزان میاشتې پر ۲۸ نېته ترسره شي....
د ترکيې په لوېديځ کې لږ تر لږه ٢٢ کسان هغه وخت مړه او څو تنه نور ژوبل شول چې په پناه غوښتونکو بار يوه لارۍ د لويې لارې له کټارې سره ټکر شوه. دغه موټر وروسته ٢٠ متره لاندې يوه کانال ته نسکور شو. د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو خبر ورکړى چې په ننني ټکر کې د مړو په منځ کې ماشومان هم شامل دي او ١٣ کسان ټپيان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي. انادولو خبري اژانس وايي، لارۍ موټر چې له ايدين څخه ازمير ته روان و، ټاير يې د سړک له مسير څخه واوښت. د پناه غوښتونکو د هويت په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
د جوزجان ولايت د فيض اباد ولسوالۍ هغه اووه کسان نن سهار خوشې شول چې وسله والو طالبانو تښتولي وو. د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر کمال الدين ياور نن ازادي راډيو ته وويل وسله والو طالبانو ٨ کسان تېره شپه تښتولي وو چې يو تن يې وژلى دى. د امنيت امر وايي وژل شوى کس علاوالدين سرمعلم نومېږي چې ورور يې په فيض اباد ولسوالۍ کې د پوليسو يو قوماندان دى. وسله والو طالبانو د پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.
پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان سره یې د چمن ـ سپین بولدګ پوله د امنیتي ملحوظاتو له کبله د یکشنبې پر ماسپښین تړلې ده.
د بلوچستان په مستونګ کې خلک وايي، د اکتوبر پر ۱۴مه یې د سهار له اتو بجو څخه د ووټ اچولو بهیر پیل کړی. دوی وايي، داسې کس انتخابوي چې د اوبو او نورې مسلې یې حل کړي. ویډیو وګورئ.
د مشرانو جرګې غړي وايي، که امریکا دې نتیجې ته رسېدلې وي چې د افغانستان جګړه ختمه شي، د خلیلزاد سفر یو...
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د اکتوبر پر ۱۴مه خلکو د قامي او صوبايي اسمبلیو استازو ټاکلو لپاره رایې واچولې. په دوی کې ځېنو مشال راډیو ته وویل، رایه ورکول یو جمهوري عمل او د خلکو ذمه واري ده. ویډیو وګورئ.
د پاکستان د نورو برخو په څېر په اسلام اباد کې هم ضمني انتخاب روان دی او خلک د قامي اسمبلۍ د استازي ټاکلو لپاره رایې کاروي. ویډیو وګورئ.
ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال د غوره لیک سیالیو په لړ کې نن یکشنبه سیمرغ البرز د هندوکش له عقابانو سره د سیالۍ ډګر ته ووځي. دغه سیالي د افغانستان په وخت د ماښام ۵ نیمې بجې پیلېږي. د دغو سیالیو د تېرې ورځې په لوبه کې سپین غر او موج های امو لوبډلو سیالي یو د یو په وړاندې خپله لوبه مساوي پای ته ورسوله. یادې سیالۍ چې تېره اوونۍ پیل شوي، لا هم دوام لري.
د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو یا APL په لړ کې نن دوه سیالۍ ترسره کېږي. په لومړۍ سیالۍ کې کابل او بلخ مخ کېږي او بله لوبه ننګرهار له پکتیا لوبډلې سره کوي. لومړۍ سیالي د افغانستان په وخت مازدیګر ۴ بجې او ۳۰ دقیقې او دوهمه ماسختن ۸ بجې او ۳۰ دقیقې پیلېږي. د دغو سیالیو د تېرې ورځې په لوبو کې بلخ پکتیا او کندهار ننګرهار ته ماته ورکړه. دا په روانو سیالیو کې د کندهار لوبډلې لومړۍ بریا وه، خو دغه لوبډله لا هم د سیالیو د جدول وروستی ټیم دی، بلخ لوبډله بیا د ۸ نومرو په درلودلو سره د جدول په سر کې ځای لري. Читать дальше...
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هېڅ صورت د افغانستان د کانونو نه د جګړې د تمویل او خصوصي کولو لپاره استفاده نه کېږي...
د افغانستان د سولې او روغې جوړې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې طالبانو...
د پاکستان د مذهبي چارو وزیر او د تحریک انصاف ګوند غړي نورالحق قادري ویلي، دمذهب سپکاوي ضد قانون سره تړلې په ۲۹۵ ماده کې به اصلاحات نه مني.
د ملک او صوبې د یو شمېر نورو برخو په شان په سوات کې هم ضمني انتخابات روان دي، د رایو ورکولو په مرکزونو کې د مېرمنو ونډه کمه ده خو د نارینه رایه ورکونکیو شمېره بیا زیاته ده. نور حال له سواته د نیاز احمد خان په دې ویډیويي راپور کې.
که څه هم د نا امنیو زیاتوالي او پرځینو انتخاباتي کمپاینونو حملو اندېښنې رامنځته کړي خو امنیتي ارګانونه وایي چې د انتخاباتي پروسې د امنیت ټینګښت ته یې هڅې دوام لري...
د روسیې د اپوزیسیون مشر الیکسي نوالني چې د حکومت پر ضد یې د اعتراضونو د ترتیبولو په خاطر ۲۰ ورځې په بند کې تېرې کړې، خوشي شو. خبریالان وايي، نوالني نن یکشنبه سهار وختي د مسکو په جنوب کې له توقیف ځایه ووت او په هغه موټر کې روان شو چې ده ته انتظار و. نوالني په تېر سپټمبر کې په دې خاطر چې د سږ کال په لومړیو کې یې د مخالفانو اعتراض ترتیب کړی و، له ۲۴ څخه تر ۲۰ ورځو پورې بندي شو.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.