نن سیمرغ البرز لوبډله له هندوکش عقابانو سره د فوټبال سیالي کوي
ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال د غوره لیک سیالیو په لړ کې نن یکشنبه سیمرغ البرز د هندوکش له عقابانو سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.
دغه سیالي د افغانستان په وخت د ماښام ۵ نیمې بجې پیلېږي.
د دغو سیالیو د تېرې ورځې په لوبه کې سپین غر او موج های امو لوبډلو سیالي یو د یو په وړاندې خپله لوبه مساوي پای ته ورسوله.
یادې سیالۍ چې تېره اوونۍ پیل شوي، لا هم دوام لري.