د افغانستان پرېمیر لیګ په شارجه کې پېلېږي
د افغانستان پریمیر لیګ په نامه لومړي تجارتي کرکټ ټورنامنټ لوبې د اکتوبر له ۵ مې د متحده عرب اماراتو د شارجې په میدان کې پیل شي.
د افغانستان پریمیر لیګ په نامه لومړي تجارتي کرکټ ټورنامنټ لوبې د اکتوبر له ۵ مې د متحده عرب اماراتو د شارجې په میدان کې پیل شي.
په پاکستان کې موجود د سعودي عرب پلاوي د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان ساحلي ښار ګوادر ته سفر وکړ او هلته د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ د یو شمېر روانو پروژو په اړه مالومات ورکړل شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له امریکا غوښتي چې له پاکستان سره دې بيرته پوځي مرستې وکړي. دا او نور مهم خبرونه د ماښام پر اتو بجو له پيشګام تلویزيونه هم خپريږي.
کرن خان وايي، د پښتو موسيقۍ ولسي پروګرامونه بايد د ډېورنډ کرښې دواړو خواو ته جوړ شي.
په افغانستان کې د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي، زلمی خلیلزاد نن، پنجشنبه د اکټوبر۴مه، د جنوبي اسیا او منځني ختیځ یوشمېر هېوادونو په رسمي سفر روانېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې زلمی خلیلزاد به افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته ولاړ شي. د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې دا په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرستې ته دامریکا تعهد څرګندوي. زلمی خلیلزاد لنډه موده مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو... Читать дальше...
د دې پناه غوښتونکو ډله د چهار شنبې په سهار کابل ته را ورسېده. دغه ځوانان وایې ترکیې هېواد ته د بې کارې او بې وزلۍ له امله تللي وو. ویډیو او ایډیټ لیمه هادي
د ننګرهار د معارف رئيس وايي، په دې ولایت کې ۴۶۴ ښوونځي او تعلیمي مرکزونه لا هم ودانۍ نه لري. حسیب الله شینواري نن، پنجشنبه د اکټوبر ۴مه، ازادي راډیو ته وویل چې په ننګرهار کې باید زده کونکو ته د تعلیم لپاره ابتدايي امکانات لکه داسې ښوونځي چې ودانۍ ولري، برابر شي. حسیب الله شینواري زیاته کړه: "د افغانستان جمهور رئیس ژمنه کړې چې په نورو څلورو کلونو کې به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې چې ښوونځي ودانۍ نه لري، ۶۰۰۰ ښوونځي جوړ شي." په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څارنې ادارې،... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ لومړنۍ نړیوالې سوداګریزې سیالۍ سبا په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي. د پریمیر لیګ په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره د ۵ واړو لوبډلو افغان او ځينې نړیوال لوبغاړي متحده عربي اماراتو ته رسېدلي دي. اې پي اېل سیالۍ به د پرانېستې ځانګړو مراسمو وروسته د کابل ځوانانو او پکتیا تورو پړانګانو تر منځ په لوبه په رسمي ډول پیل شي. په لیګ کې د شاوخوا څلوېښتو بهرنیو لوبغاړو د ګډون هم ویل شوي خو پاکستان خپل لوبغاړي په دغه لیګ کې له لوبیدو منع کړي دي.
شاه محمود قریشی وزیر خارجه پاکستان از زلمی خلیلزاد که تازه به حیث فرستاده خاص وزارت خارجه ...
د پاکستان بهرنيو چارو وزير وايي، تر څه حده امريکايي چارواکیو ته په دې باور ورکولو کې بريالی شوی چې په افغان سوله کې د پاکستان پرته پرمختګ نه شي کېدای.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، په نږدې ورځو کې به د ولسي جرګې لپاره د یو شمېر نوماندانو نومونه له لیسته لیري کړي...
د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د څلورو نورو ولایتونو په شان په خوست کې همد پوهنې وزارت له پرمختیايي بودیجې څخه د ۲۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نمونوي لیسې لپاره د تدریسي کمپلیکس د جوړولو کار پیل شو.
یو شمېر افغان ښوونکې شکایت کوي چې حکومت له دوی سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي او دوی له سختو ستونزو...
د پنجشنبې په ورځ له ډېرې مودې وروسته دکابل ښار په شمول په یو شمېر ولایتونو کې باران او ږلۍ و ورېده. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی په همدې هکله د ښار له یو شمېر سیمو دغه تصویري راپور جوړ کړی.
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د میدان وردګو او بدخشان د ولایتونو نوي ښاروالان به هم ډېر ژر...
د پاکستان وفاقي حکومت د بلوچستان های کورټ پخوانی چیف جسټس امان الله یاسینزی د صوبې نو ی والي (ګورنر) وټاکلی.
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي وايي چې د ایران پر اقتصاد "د واشنګټن بندیزونو ته به ماته او امریکا ته به څپېړه ورکړي." د ایران دې ستر مذهبي مشر نن پنجشنبه د اکټوبر۴مه د تهران د ازادۍ په سټډیوم کې وینا کوله او ویې ویل: "که خدای کول، موږ به د امریکا بندیزونه مات کړو او دا به د امریکا ماته وي. " د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ، ډونالډ ټرمپ د روان کال په مې میاشت کې پرېکړه وکړه چې له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې ووځي او له دې پرېکړې سره سم پر ایران د امریکا د بندیزونو هغه برخه... Читать дальше...
روسیې او سعودي عرب په خپل منځ کې غلې موافقه کړې چې سږکال به نړیوال مارکېټ ته د خام نفت صادرات زیاتوي. رویټرز خبري اژانس د دې خبر په تفصیل کې د داسې سرچینو په حواله چې معلومات لري، ویلي چې پردې پرېکړه تقریباً یوه میاشت مخکې کار پېل شوی او هدف یې د تیلو په نړیوال مارکېټ کې د خام تېلو د نرخونو د لوړېدو مخنیوی دی. د ایران د خام تېلو پر صادراتو د امریکا د متحدو ایالاتو د بندیزونو له امله د تېلو زیات خریداران په نړیوال مارکېټ کې د ایران د خامو تېلو له اخېستلو ډډه کوي. پهدې اوونۍ کې د یوې بشکې خاموتېلو نرخ ۸۵ ډالرو ته لوړ شو.
د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي، له غزني پرته د افغانستان ټولو ولایتونو ته انتخاباتي مواد رسیدلي دي.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې په انتخاباتو کې د ښځو ګډون او څاریې د انتخاباتي پروسې مشروعیت تضمینوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر پر درېیمه په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پلاوې افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته خپل ۱۰ ورځنى سفر د اکتوبر پر پینځه پيلوي.
د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵م کال کې اټومي تړون له مخې پر ایران لګول شوي بندیزونه په مشروط ډول لرې شوي وو چې اوس امریکا بیرته پر ایران لګولي دي.
د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې په ودونو کې د وراباڼیو لپاره ښځې پاستي پخوي. دغه مېرمنې د ۵۰ کلو بوجۍ پخولو ۱۲۰۰ روپۍ مزدوري اخلي. د مشال راډیو خبریال ځلاند يوسفزی د ټانک په ګومله سيمه کې يوه واده ته ورغلی او دا ویډیويي رپورټ یې جوړ کړی دی.
د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې په ودونو کې د وراباڼیو لپاره ښځې پاستي پخوي. دغه مېرمنې د ۵۰ کلو بوجۍ پخولو ۱۲۰۰ روپۍ مزدوري اخلي. د مشال راډیو خبریال ځلاند يوسفزی د ټانک په ګومله سيمه کې يوه واده ته ورغلی او دا ویډیويي رپورټ یې کښلی دی.
د عوامي نیشنل ګوند یو مشر میا افتخار حسین وايي، ګوند یې دا ځل هم د ووټونو په مرکزونو کې د پوځي سرتېرو ځای پر ځای کولو اندېښمن کړی دی. دی وايي، د ضمني انتخاباتو لپاره امنیتي چارې
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.