Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

Новости за 20.10.2018

موحد: د نشه یي موادو د قاچاق په جرم ۱۳ کسان محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ او استېناف محکمو (۱۳) کسان په جزا محکوم کړل. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا (۱۳) کسان چې یوه یې ښځه وه، د نشه يي موادو د قاچاق د لسو قضیو په تړاو عدلي او قضايي مرکز ته معرفي او د ابتدائيه او استېناف محکمو له خوا له پنځو څخه تر (۱۶) کالو پورې په بند باندې محکوم شول. د یادونې وړ ده چې په تېره اوونۍ کې د نشه يي موادو د قاچاق (۲۳) تورن کسان دې مرکز ته معرفي شوي دي. له نیول شویو کسانو سره (۴۸) کیلو ګرامه هیروئین،... Читать дальше...

په ننګرهار کې ۷ کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې اووه کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي. په هغه خبرپاڼه کې چې د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا ازادي راډیو ته لېږل شوې، راغلي چې په لومړۍ پېښه کې یو تن هغه مهال نیول شوی چې غوښتل یې په کرولا موټر کې تر (۱۰) کیلو ګرامو ډېر چرس له سره رود ولسوالۍ غني خېلو ولسوالۍ ته قاچاق کړي. په دوهمه پېښه کې پولیسو په جلال اباد کې د نشه يي موادو شپږ پرچون خرڅوونکي له یو نیم کیلوګرامو هیروئینو سره ونیول. د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې د ننګرهار پولیسو... Читать дальше...



شېرپاو: په افغانستان کې د جمهوریت وده د پاکستان په ګټه ده

Mashaalradio.com 

د قومی وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو ویلي چې د افغانستان جمهوري پرمختګ او امن د پاکستان په ګټه دی. د ده په وینا ، په کار ده چې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کی د امن او پرمختګ لپاره خپل کردار ولوبوی. افتاب شېرپاو دا څرګندونې د مشال راډیو له خبریال غلام غوث سره په مرکه کې کړې دي. مرکه دلته وګورئ

مسؤلین: نن په کابل کې درې تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د نن ورځي ټاکنیز بهیر پر مهال په کابل کې د امنیتي پېښو له کبله درې تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. د دغه وزارت د معالجوي طب عمومي رئیس محب الله ځیر ازادي راډیو ته وویل: "لا هم پر شمېرو کار کوو، خو د لومړنیو شمېرو له مخې، تر اوسه درې تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي چې ځیني یې د سطحي ټپونو سره رخصت شوي او یو شمېر نور یې تر درملنې لاندې دي." ښاغلي ځیر وویل چې په ولایتونو کې امنیتي پېښې ډېرې نه دي او په خبره یې چې د عامې روغتیا وزارت د احتمالي پېښو لپاره لازم چمتووالی لري. Читать дальше...

روسیه: واشنګټن پر روسیې د نورو بندیزونو د لګولو لپاره پلمې جوړوي

Pa.azadiradio.com 

روسیې پر متحده ایالاتو تور لګولی چې واشنګټن پر روسیې د نورو بندیزونو د لګولو لپاره پلمې جوړوي. دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې د امریکا څارنوالانو یوه روسۍ وګړې د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې په لاسوهنه تورنه کړه. داسې ښکاري چې دا د امریکا د راتلونکې میاشتې د کانګرس د انتخاباتو په تړاو د لاسوهنې لومړنی تور دی چې پر دې روسۍ مېرمنې لګول شوی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف په یوې اعلامیې کې چې نن شنبه خپره شوه، ویلي: "موږ پوهېږو چې واشنګټن زموږ د هېواد پر وړاندې... Читать дальше...



په ننګرهار کې مېرمنو هم رایه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ښار او یو شمېر سیمو کې میرمنو هم د ولسي جرګې په انتخاباتو کې برخه واخیسته او دخپلې خوښې وړ نوماند ته یې رایه ورکړه. ویډیو: شاه محمود شینواری ایډیټ: ابراهیم صافی

په فراه کې د رأی ورکوونکو اوږده صفونه

Pa.azadiradio.com 

د فراه اوسېدونکو د خپلې خوښې نوماند ته د رأی ورکولو لپاره اوږده صفونه جوړ کړل. د ازادي راډیو خبریال احمد شاه فطرت له دغو رأی ورکوونکو او رأی ورکونې وېډیو جوړه کړې. اېډېټ: تمیم اخګر

له کابل ښاره ۳۰۰ معتادین را ټول شول

Pa.azadiradio.com 

له کابل ښاره (۳۰۰) معتادین را ټول او د درملنې مرکز ته انتقال شول. له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ او ستراتيژۍ مرستیال جاوید احمد قایم ازادي راډیو ته وویل، دا درې سوه کسان چې د کابل ښار د نادرخان تپې په شااوخوا کې اوسېدل، له نشه يي موادو سره د مبارزې او عامې روغتیا وزارتونو له خوا راټول او د معتادینو زر بستریز روغتون ته انتقال شول. دی وایي: "د معتادینو را ټولول یو دوامداره پروګرام دی چې معمولاً په اوونۍ او یا پنځلسو وروځو کې یو ځل معتادين راټولېږي، په ژمي کې د بې سرپنا معتادینو د... Читать дальше...

په بدخشان کې د نشه يي موادو یوه کارخانه ویجاړه شوه

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان ولایت کې د نشه يي موادو یوه کارخانه ویجاړه شوه. د بدخشان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې د کشف امر نثار احمد جهانګیر رسنیو ته وویل، د بدخشان پولیسو په کِشم ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د نشه يي موادو یوه کارخانه ویجاړه او په دې کارخانه کې يې (۲۵) کیلو ګرامه تاریاک هم نیولي دي. په یوه بله پېښه کې د بدخشان پولیسو (۱۳۶) بوتله الکولي مشروبات نیولي چې له آرګو ولسوالۍ څخه د دې ولایت مرکز ته قاچاق کېدل چې په تور يې یو موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.

د زابل دوه ولسوالیو کې خلکو رایه ونه کاروله

Pa.azadiradio.com 

د زابل د ۲ ولسواليو اوسېدونکي په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې دي. خاک افغان او دای‌چوپان هغه ولسوالۍ وې چې له لویه سره په‌کې نوم‌ليکنه نه وه شوې. په عین وخت کي د دغه ولایت والي که څه هم د ځينو تخنيکي ستونزو خبره مني خو وايي چې د رأی ورکونې بهیر ډېر ښه روان دي. ویډیو:صادق رښتینی ایډیټ:ابراهیم صافی

د کندهار اوسېدونکي د راتلونکې شنبې د ټاکنو لپاره ذهناً چمتو دي

Pa.azadiradio.com 

کندهار هغه ولایت دی چې د دغه ولایت د امنیه قوماندان جنرال رازق د وژل کېدو له امله په‌کې ټاکنې یوه اوونۍ وځنډېدې. د دغه ولایت ډېری اوسېدونکو د ازادي راډیو له خبریال صادق رښتیني سره په خبرو کې د راتلونکې اوونۍ د ټاکنو لپاره چمتووالی وښود. اېډېټ: تمیم اخګر

په بامیان کې نارینه او ښځې هم خپلې رای وکارولې

Pa.azadiradio.com 

په بامیان ولایت کې ښځې او نر د رایو ورکولو صندوقونو ته ورغلل او او خپلې د خوښې کاندید ته یې رایه ورکړه. د ازادي راډیو خبریال عباس نادري یو ددغه مرکزونو ته تللی او دا ویډیويي راپور یې برابر کړی دی. ویډیو ایډیټ: تمیم اخګر

صیاد: د رأیو بهیر به د شپې تر اتو او ځینو سیمو کې سبا هم دوام کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأیې ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي. د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن شنبه په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل چې په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي یې ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې پکې رامنځته شوې وې، رأیې ورکوونکي کولای شي چې د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.  ښاغلي سیاد زیاته کړه چې په یو شمېر مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.  تر دې وړاندې د... Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Песня под Ключ. Купить Песню под Ключ. Запись Песни под Ключ.





Персональные новости
Выставка

Выставка о красоте старины открыта в Поганкиных палатах в Пскове





ټرمپ: له خاشقجي سره شوی چلند د منلو نه دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، دا چې ریاض په لومړي ځل په استانبول کې د خبریال جمال خاشقجې د مړیني خبر تایید کړ لومړنی ښه پرمختګ دی، خو وایي، هغه څه چې له خاشقجې سره شوي، د منلو نه دي. سعودي عربستان په لومړي ځل نن ومنله چې د سعودي عربستان منتقد خبریال جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی. د سعودي عربستان دولتي رسنیو د چارواکو په حواله ویلي چې هغه یو بل ته د لاس اچولو او سوکانو د وهلو په نتیجه کې مړ شوی دی.  خاشقجي د اکتوبر له دوهمې راهیسې له کله چې دی په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تللی و، تری تم شو. Читать дальше...

افغان سرتېرو او پاکستانیو ملېشو په سپین بولدک کې نښته کړې

Pa.azadiradio.com 

په سپين بولک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ملېشو ترمنځ بيا جګړه پېل شوې ده. په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسي وایي چې جګړه نن سهار د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سيمه کې پېل شوې ده. عيسي وویل چې نښته يو ځل بيا د افغان ځواکونو لخوا د اغزن سيم د غځولو د مخنيوي په غبرګون پېښه شوې ده. نوموړي وویل چې جګړه تيزه نه ده او وقفه یې بڼه لري: "موږ ته هم راپور رارسېدلی چې پر ځینو پوستو انداختونه شوي دي هم د دوی او هم زموږ، الته دا پېښه په ښورابک کې شوې، خو جګړه ډېره... Читать дальше...

د جوزجان په شبرغان ښار کې انتخاباتي حال

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان ولایت اوسیدونکي د شبرغان ښار په بېلابېلو سیمو کې انتخاباتي مرکزونو ته تللي څو خپله رایه وکاروي د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار ددې ښار انتخاباتي وضعیت څارلی او دا ویډیويي راپور یې پرې برابر کړی دی. ویډیو ایدیت: تمیم اخګر

Спорт в России и мире
Москва

Матч ЦСКА - "Рубин" завершился со счетом 2:2


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублев о победе на "Мастерсе" в Мадриде: у меня нет слов


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Для лесопожарных станций Подмосковья закуплены три новых грузовика





Путин в России и мире
Москва

Посвященную инаугурации Путина марку начали продавать в главпочтамте Москвы


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко пригрозил мгновенным ответом на агрессию против Белоруссии




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Юрий Шевчук

Рок-музыкант Шевчук в Дубае рассказал о революции



Москва

Суд арестовал на 10 суток американца, бегавшего голым и нетрезвым по Москве

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net