له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت: محصلینو کې د نشې د ګولیو استعمال ډېر شوی
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، په محصلینو کې د نشې ګولیو استعمال ډېر شوی دی.
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، په محصلینو کې د نشې ګولیو استعمال ډېر شوی دی.
له نشه یي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې د نشه يي موادو د جوړولو پر کارخانو د هوايي بريدونو له امله د ترياکو توليد کم شوی دی.
د امريکا خلايي تحقيقي ادارې ناسا د واورې براعظم انټارټيکا کې د واورې د یو داسې ګټ ویډیو خپره کړې ده چې د مستطيل شکل لري. نور د ګل اياز په ويډيو کې وګورئ.
د کندهار د انتخاباتو سیمه ییز دفتر وايي چې د دوی شاه خوا ۲۰۰ کارکوونکو د امنیتي ځواکونو د ناسم چلند او د کم امتیاز له امله دندې پرېښودې. دوی د رایې اچونې په ځنډ پېلېدو لاامل همدا ستونزه یادوي. په دې اړه نور جزیات په دغه ویډیوي راپور ویډیو: محمد صادق رښتینی. ایډیټ: تمیم اخګر
د دغه ولایت د ښځو چارو رئیسه وايي، د کندهار په رایې اچونې کې د ښځو ګډون له تصور لوړ و. ویډیو: محمدصادق رښتیني ایډیټ: تمیم اخګر
دغه کمېسیون وايي، که پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره رښتینې همکاري وکړي، نو د...
په ننګرهار ولایت کې نېږدې ۳۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي دي. د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر رسنیو ته وویل،دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۱۸ کیلو ګرامه هیروئین او ۱۰ کیلو ګرامه چرس په موټر کې تورخم او سرخ رود ولسوالۍ ته قاچاق کړي. د یادونې وړ ده چې په تېرو درېیو اوونیو کې دا څلورم ځل دی چې د ننګرهار پولیس د ګڼو قاچاق کوونکو او نشه يي موادو په نیولو کې بریالي کېږي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د نشهيي موادو د قاچاقو په تور ۶۰ کسان ونیول. د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره اوونۍ کې په لسو ولایتونو کې ۴۹ عملیاتونه وکړل چې په نتیجه کې يې ۶۰ تورن کسان له لسګونو کیلوګرامو نشهيي موادو سره ونیول. ښاغلي یادګاري زیاته کړه: "د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو په نتیجه کې بېلابېل نشهيي مواد نيول شوي لکه هیروئین، چرس،... Читать дальше...
د بلخ ولايت له هوايي ډګر څخه هند ته د هیروئینو د قاچاقو پر مهال دوه تنه ونیول شول. په هغه خبرپاڼه کې چې د بلخ د هوايي ډګر سرحدي پولیسو رسنیو ته لېږلي راغلي چې دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې څلور کیلو ګرامه هیروئین په خپلو سفري بکسونو کې د بلخ هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي. د یادونې وړ ده چې پهدې وروستیو میاشتو کې بهر ته د هېواد له هوايي ډګرونو څخه د نشهيي موادو قاچاق ډېر شوی او تر اوسه پورې له پنځوسو څخه ډېر کسان د نشهيي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.
د بدخشان ولایت پولیسو لسګونه لېټره الکولي مشروبات نیولي دي. د بدخشان ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې د کشف امر نثار احمد جهانګیر رسنیو ته وویل چې دوی په کِشم ولسوالۍ کې ۳۲۹ بوتله الکولي مشروبات په داسې حال نیولي چې په دوو موټرو کې د تخار ولایت له ینګي کلا ولسوالۍ څخه بدخشان ته قاچاق کېدل او پهدې تور یې دوه تنه هم نیولي دي. د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ د بدخشان پولیسو تر سل بوتله ډېر الکولي مشروبات دې ولایت ته د قاچاقو پر مهال نیولي دي.
په نیمروز ولایت کې نېږدې زر کیلو ګرامه نشه يي مواد وسوځول شول. د نیمروز والي سید ولي سلطاني د دې موادو د سوځولو پر مهال وویل، د تېر یوه کال په بهير کې په مرکز او ولسواليو کې بېلابېل نشه يي مواد نيول شوي چې قاچاق کوونکو غوښتل د نیمروز ولایت له لارې يې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کړي. پهدې موادو کې ۵۲۶ کیلو ګرامه هیرویین، ۵۴ کیلو ګرامه تریاک، ۳۰۰کیلو ګرامه امفیتامین یا کرسټال، ۲۳۲ کیلو ګرامه چرس او تر پنځه سوه کیلو ګرامو ډېر جامد او مایع کېمیاوي مواد هم نیول شوي وو. د يادونې وړ ده چې افغان ځواکونو... Читать дальше...
له افغان امنیتی ځواکونو سره د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو له خوا د مخامخ غونډو د بندېدو د راپورونو له خپرېدو سره جوخت ...
د افغانستان ولسي جرګه وايي چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به امنیتي چارواکي په هېواد کې د امنیت وضعيت او ...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د نېږدې لسو ولایتونو انتخاباتي حساس مواد او د رأیو پایلې ...
د پېښور ، مومندو او شوقدر د موټرو چلوونکو د سي این جي پمپونو د مالکانو لخوا په قېمتونو کې د زیاتوالي خلاف احتجاج کړی دی. دوي وايي ، په یوه شپه د سي این جي په قېمت کې د لسو روپیو زیاتوالی دوي ته د منلو وړ نه دی.
د پاکستان د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم د اکتوبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې خبريانو ته ويلي دي چې د بدعنواني په اړه یې یو نوې قانوني مسوده جوړه کړې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ویلي چې د متحده عرب اماراتو له پلاوي سره یې پر یو شمېر مهمو مسلو ګټورې خبرې اترې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د چین او افغانستان ترمنځ د هوايي دهلېز په پرانيستل کېدو سره به هغه هېواد ته له افغانستانه د جلغوزیو صادرات هم پيل شي. د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ياد هوايي دهلېز په پرانيستل کېدو سره به د چین ترڅنګ يو شمېر نورو هېوادونو ته هم د افغانستان جلغوزي صادر شي. د ده په خبره، د جلغوزیو د صادراتو د دغه بهیر په پيلېدو سره به د افغانستان جلغوزي د افغانستان په نوم په مسقیم ډول چین ته صادر شي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې... Читать дальше...
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس عرب مشرانو ته ویلي چې روسیه په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو ځای ناستې نشي کېدای. مټېس د اکتوبر په ۲۷ مه د بحرین په پلازمېنې مانامه کې یوې غونډې ته وویل چې په منځني ختیځ کې د روسیې حضور په دغه سیمه کې د امریکا د تلپاتي، باثباتې او روښانې ژمنې ځای نشي نیولای. دا خبرې په داسې مهال شوي چې ټاکل شوې، نن ناوخته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په استانبول کې د فرانسې، جرمني او ترکیې له مشرانو سره وګوري او په سوریې کې د اووه کلنې کورنۍ جګړې لپاره د یوې تل پاتې سیاسي حل لارې پر لارو چارو خبرې وکړي. Читать дальше...
د کندهار ولایت د کرنې ریاست وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د انارو تولیدات زیات شوي دي. د دغه ولایت د کرنې رئیس سید حفیظ الله سعیدي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال په کندهار ولایت کې انار د کيفیت او کیمیت له پلوه ډېر ښه وو او تر دې مهاله له کندهاره څه باندې ۲۶ زره ټنه انار پاکستان، متحده عربي اماراتو، ایران او هندوستان ته صادر شوي دي. د نوموړي په خبره، ټاکل شوې چې روان کال په دغه ولایت کې له باغونو ۱۵۰ زره مټریک ټنه انار راټول او بهر ته صادر شي. د ښاغلي سعیدي د معلوماتو... Читать дальше...
د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده. د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په یوه اعلامیه کې راغلي چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوګیاڼو ولسوالۍ په خلقداد سیمه کې عملیات کړي دي. اعلامیه زیاتوي، په دې عملیاتو کې چې درې ساعته یې دوام کړی، د ماینونو او نورو وسلو او مهماتو زېرمه له منځه وړل شوې ده او په دې تړاو اووه تنه مشکوک کسان ژوندي بیول شوي دي. اعلامیه د ملي امنیت د ځواکونو په حواله لیکي چې په دې پېښه کې امنیتي منسوبینو او ولسي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی. Читать дальше...
د افغانستان په کندهار ولايت کې نن د اکتوبر پر ۲۷مه د ولسي جرګې د ۱۱ څوکیو لپاره انتخابات تر سره شو. د رایو اچولو مرکزونه تر څلورو بجو د خلاصو ساتلو امر شوی وو.
د امریکا دفاع وزیر عربي مشرانو ته ویلي چې په سوریه کې د مسکو له مداخلې وروسته، روسیه په منځني ختیځ...
په کندهار ولایت کې ښځو هم له خپل سیاسي ګډون څخه ګټه واخيسته محمد صادق رښتینی د رأیې ورکونې یو مرکز ته ورغلی دی. ايډېټ:تمیم اخګر
په کندهار ولایت کې ښځو هم له خپل سیاسي ګډون څخه ګټه واخېسته محمد صادق ریښتنی د رایې ورکونې یو مرکز ته ورغلی دی. اېډیټ:تمیم اخګر
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.