کورنیو چارو وزارت: د نشهيي موادو د قاچاق په تور ۶۰ تنه ونیول شو
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د نشهيي موادو د قاچاقو په تور ۶۰ کسان ونیول.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره اوونۍ کې په لسو ولایتونو کې ۴۹ عملیاتونه وکړل چې په نتیجه کې يې ۶۰ تورن کسان له لسګونو کیلوګرامو نشهيي موادو سره ونیول.
ښاغلي یادګاري زیاته کړه:
"د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو په نتیجه کې بېلابېل نشهيي مواد نيول شوي لکه هیروئین، چرس، تریاک، امفیتامین، ټابلیټ کا، د بنګو دانې او الکولي مشروبات او د دې موادو د قاچاقو په تور ۵۷ تورن کسان هم نیول شوي دي."
د یادونې وړ ده چې په نیول شوېو کسانو کې ۱۳ تنو یې غوښتل ۱۲کیلو ګرامه هیروئين د کابل او هرات هوايي ډګرونو له لارې هند ته قاچاق کړي.