123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

Новости за 12.10.2018

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

عبدالله عبدالله وایي د منځنۍ اسیا ګڼ جنګیالي په افغانستان کې د طالبانو ملا تړ کوي. نړیوال بانک د افغانستان په شمول په ګڼو هېوادونو غږ وکړ چې د اقتصادي شاتګ د مخنیوي لپاره باید په خلکو پانګونه وشي او د امریکا دفاع وزارت د F-35 جټ الوتنې بندې کړې. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

د ای اېم اېف استازي پاکستان ته درومي

Mashaalradio.com 

د پیسو نړیوال صندوق مشره وايي، په راتلونکيو اونیو کې به پاکستان ته یوه ډله ولېږي چې حکومت یېورته له کنګالېدو د وتو لپاره د بېړني پور غوښتنه کړې وه.



ګاونډي هېوادونو ته د افغانستان د اجرائیه رئیس پیغام!

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، زموږ ګاونډي باید وپوهېږي چې موږ له ترورېزم سره په داسې جنګ کې چې هغوی باید جنګېدلي وای، جنګېږو. عبدالله عبدالله نن جمعه د اکټوبر۱۲مه، په تاجکستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان اولسمې غونډې ته وینا وکړه او وروسته يې په یوه خبري غونډه کې وویل: "ټول دوست هېوادونه، مخصوصاً ګاونډي هېوادونه باید وپوهېږي چې هغه جنګ چې تروریستانو به له دوی سره کولای، موږ کوو، یعنې یوازې طالبان نه دي، بلکه له موږ سره د ټولې منځنۍ اسیا تروریستان د طالبانو ترڅنګ جنګېږي."... Читать дальше...

روسیه کې۲۰ بندیانو اعتراض کړی او خپل مړوندونه يې پرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په سن پترزبورګ ښار کې د مدني حقونو کمېټه وايي، د روسیې په ولادیمیر مرکزي زندان کې ۲۰ بندیانو اعتراض کړی او خپل مړوندونه يې پرې کړي دي. د بشري حقونو د دې مدافع ډلې مشر، بوریس پانتېلیف نن جمعه د اکټوبر ۱۲مه، پر فېسبوک لیکلي چې اعتراض کوونکي نه غواړي چې د مسکو په ۲۰۰ کیلومترۍ کې یوه بل توقیف ځای ته چې د هغوی په باور، د شکنجې مرکز دی، ولېږدول شي.  بوریس پانتېلیف لیکلي: "د ډېرو رپوټونو او د زندانیانو د کورنیو په وینا، درېیم نمبر کالوني داسې بندیخانه ده چې هلته زندانیان وهل کېږي، وژل کېږي... Читать дальше...

د روسیې په چواش جمهوریت کې ملي ماتم اعلان شوی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په چواش جمهوریت کې نن جمعه د اکټوبر۱۲مه، ملي ماتم اعلان شوی دی.  په چواش جمهوریت کې پرون سهار یو فیات مني بس له یوې لارۍ سره ټکر شو او ۱۱ تنه په کې ووژل شو. په دې پېښه کې دوه موټر چلوونکي او ۶ مسافر زخمیان شوي دي. د چواش پولیسو د لاري چلونکی نیولی او څېړنې کوي. د روسیې په ولګا منطقه کې د دې سیمې مشر، میخایل ایګناتیو، د وژل شوېو کسانو کورنیو ته په ځانګړي پيغام کې وویل چې د چواش خلک پردې پېښه غمجن دي.

«IMF» به له پاکستان سره د غوښتي پور په اړه خبرې وکړي

Pa.azadiradio.com 

د پیسو د نړیوال صندوق مشرې، کرستین لګارد ویلي چې په را روانو اونیو کې به د خپلې ادارې یوه ډله پاکستان ته واستوي او د غوښتي پور په اړه به خبرې ورسره وکړي. د پاکستان صدراعظم عمران خان د روانې اوونۍ په پېل کې وویل چې د خپل هېواد د مالي بحران د سپکولو لپاره به د پېسو له نړیوال صندوق او د پاکستان له ملګرو هېوادونو ۱۲ میلیارده ډالر پور غواړي.  کرستین لګارد پرون، پنجشنبه د اکټوبر ۱۱مه، د پاکستان د مالیې له وزیر اسد عمر او د مرکزي بانک له مشر طارق باجوه سره په اندونیزیا کې وکتل او د پاکستان پر مالي ستونزو یې خبرې ورسره وکړې. Читать дальше...

د سره صلیب نړیوالې ادارې سره د وسله والو طالبانو موافقه!

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیوالې ادارې نن وویل چې وسله والو طالبانو موافقه ورسره وکړه چې په افغانستان کې د هغوی پر مرستندویانو به حملې نه کوي. په کابل کې د دې خیریه ټولنې ویاندې، اندریا پرېتا رويټرز خبري اژانس ته نن جمعه د اکټوبر ۱۲مه، ویلي چې وسله والو طالبانو ته یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان په زندانونو کې ټولو بندیانو ته مرستې کوي او د خپلو طبي پروګرامونو په اړه یې معلومات ورکړي دي. اندریا پرېتا ویلي چې د سره صلیب استازو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره خبرې وکړې او موافقه وشوه چې د سره صلیب کارکوونکي... Читать дальше...



د اسلام اباد های کورټ جج پر ای اېس ای د تورونو له کبله ليرې کړل شو

Mashaalradio.com 

د اکتوبر پر ۱۱مه د پاکستان قانون وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې صديقي یې د عدالتي ضابطه اخلاق په سرغړونه له خپلې څوکۍ هیسته کړی دی. نوموړي څو مياشتې وړاندې د پاکستان استخباراتي اداره په عدالتي کاروايانو کې په مداخلت تورنه کړې وه.

د پروان چارواکي: په هوايي حمله کې ۲ وسله‎وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پروان امنیتي چارواکي وايي چې په بګرام ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي حمله کې تېره شپه ۲ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي. د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد محفوظ ولیزاده ازادي راډیو ته نن ، جمعه د اکټوبر۱۲مه ، بمبارد پر هغو وسله‎والو طالبانو شوی چې د بګرام د بخشي خېلو له کلي يې د بګرام پر هوايي ډګر د راکټي حملې پلان درلود . وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

عبدالله: ترورېزم سره مبارزه د ټولې سیمې کلکې همکارۍ ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن جمعه د اکټوبر۱۲مه په تاجکستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان غونډې ته په وینا کې وویل چې له ترورېزم سره مبارزه د ټولې سیمې نېږدې او کلکې همکارۍ ته اړتیا لري. عبدالله عبدالله پرون تاجکستان ته ولاړ. د شانګهاي د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ میلادي کال کې جوړ شوی چې روسیه، چین، هند، پاکستان او د منځنۍ اسیا ۴ جمهوریتونه یې غړي دي. ایران، افغانستان، بېلاروس او منګولیا په‎دې سازمان کې څارونکي دي.

د بحري ځواکونو نړيوال مشقونه

Mashaalradio.com 

په جنوبي کوريا کې نړيوال بحري ځواکونو تمرينونو کړي چې پکې د ۱۲ هېوادونو سمندري جهازونو برخه اخیستې ده. په دې مشقونو کې جاپان برخه نه ده اخیستې ده. نور د ګل اياز په ويډيو کې وګورئ.

د شهباز شريف نيولو پرضد د مخالفو ګوندونو احتجاج

Mashaalradio.com 

د پنجشنبې مازيګر د پخواني سپيکر سردار ایاز صادق په مشرۍ د پارلمان ودانۍ بهر د دواړو اېوانونو ګډه غونډه وشوه چې پکې له مسلم ليګ ن پرته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او جميعت علماء اسلام ف ډلې د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړیو ګډون وکړ.

پاول په «م.م» کې د امریکا د استازیتوب د مسوولیت له اخېستو انکار کړی

Pa.azadiradio.com 

د وال سټريت یوې پېژندل شوې څېرې، دینا پاول په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازیتوب د مسوولیت له اخېستلو انکار کړی دی. اسوشیټېډ پرېس او رویټرز خبري اژانسونو پرون، پنجشنبه د اکټوبر۱۱مه، د سرچنیو په حواله وویل چې سپینې ماڼۍ دینا پاول د نیکې هېلې پرځای کارکولو ته غوره کړې وه. خو رپوټونه وايي چې دینا پاول د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې له هغه ېې مننه کړې چې د ملګروملتونو په سازمان کې یې د امریکا د استازیتوب لپاره غوره بللې، خو ورته ویلي یې دي چې غواړي په وال سټریټ کې پاتې شي. Читать дальше...

هاشمي: نن به پنجشیر، پروان او کاپیسا ته انتخاباتي مواد ورسېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د نن ورځې ترپایه به پنجشیر، پروان او کاپیسا ته حساس او غیرحساس انتخاباتي مواد ورسوي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي نن سهار د ازادي راډیو ته وویل چې ولسوالیو ته د حساسو او غیر حساسو انتخاباتي موادو د لېږلو بهیر د میزان په ۱۷مه پېل شوی او تر ۲۵مې بشپړ شي. د ولسي جرګې انتخابات د میزان په ۲۸مه، له غزني پرته په نورو ټولو ولایتونو کې کېږي. د کمېسیون په وینا، د ټاکنو په ورځ به په ۲۱۰۰۰ انتخاباتي حوزو کې لږترلږه ۵۱۰۰ مرکزه د رأی ورکولو لپاره پرانېستل شي.

ترکیه کې د ترورېزم په تور د نیول شوي امریکايي پادري محاکمه پېل شوه

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه کې د ترورېزم په تور د نیول شوي امریکايي پادري، اندریو برونسون محاکمه نن پېل شوه. د اندریو برونسن توقیف د ترکیې او امریکا پر اړیکو بد اغېز کړی او د یو شمېر څارونکو په باورکه هغه خوشې نه‎شي، پر ترکیه د امریکا د نورو بندیزونو د لګېدو امکان زیاتولای شي. پادري برونسن نن جمعه د اکټوبر ۱۲مه، د ترکیې لویدیځ ښار ازمیر ته نېږدې په یوه زندان کې له تروریستي فعالیتونو سره د تړاو په تور محاکمه کېږي. دا د هغه د محاکمې څلورم دور دی. اندریو برونسن ۵۰ کلن دی او که مجرم وپېژندل شي، په ۳۵ کاله بند به محکوم شي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Песня

Вывод Песни, Альбома, Клипа в ТОП Музыкальных Чартов – iTunes, Apple Music, Youtube Music, Яндекс.Музыка, ВК и Boom, Spotify.





Персональные новости
Гречка

Анна Пересильд, Леон Кемстач, Светлана Иванова, Яна Чурикова, Саша Стоун и другие гости «белой вечеринки» в рамках ММКФ





د چارسدې موڅیان بوټان هم جوړوي

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا د چارسدې څپلو کاروباریانو د چارسدوالو څپلو په ګډون د لاس جوړ شوي بوټانو کاروبار هم پیل کړی دی. موڅیان وايي، دغه لاسي جوړ شوي بوټان یې نه یواځې د پاکستان نورو ښارونو ته وړل کېږي، بلکې په بهر هېوادونو کې یې هم خلک خوښوي. په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیويي رپورټ وګورئ.

د بوسنیا د جګړې قوماندان عاطف دوداکویڅ او ملګري یې تورن شول

Pa.azadiradio.com 

د بوسنیا د جګړې د وخت مسلمان قوماندان عاطف دوداکویڅ او د ده د ډلې ۱۶ نور ملګري د پنجشنبې په ورځ تورن شول چې د ۱۹۹۲ میلادي کال څخه تر ۱۹۹۵ کال پورې د جګړې پرمهال یې د بوسنیا په لویدیځ کې د صربانو په وړاندې جنایات ترسره کړي دي. د بوسنیا څارنوالۍ ویلي چې عاطف دوداکویڅ همدارنګه د جګړې پرمهال د هغو مسلمانانو په وړاندې هم په جنګي جنایاتو تورن دی چې دده د رقیبو ډلو ملاتړ یې کاوه. عاطف دوداکویڅ دا تورونه رد کړي او د سیاسي انګطزو لرونکي یې بللي دي. دوداکویڅ د بوسنیا په اکثریت مسلمان پوځ کې جنرال او د پنځمې فرقې قوماندان و. Читать дальше...

"IMF" یوه ډله په راتلونکو اونیو کې پاکستان ته استوي

Pa.azadiradio.com 

د پیسو د نړیوال صندوق مشره وايي چې یوه ډله په راتلونکو اونیو کې پاکستان ته استوي. پاکستان له دې نړیوالې مالي ادارې څخه په بیړنۍ توګه د مرستې غوښتنه کړې. د پیسو د نړیوال صندوق مشرې کریسټین لیګارډ دا بیان د پنجشنبې په ورځ په اندونیزیا کې د پاکستان د مالیې له وزیر اسد عمر سره تر لیدنې وروسته خپور کړی دی. که د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د مالي ملاتړ برابرولو سره موافقه وکړي نو دا به د ۱۹۸۸ میلادي کال راهېسې دې هېواد ته د پيسو د نړیوال صندوق له‎خوا د دیارلسم ځل پور ورکول وي. پاکستان د پیسو له... Читать дальше...

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس د بامیانو ولایت ته تللی و

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتو سفیر جان باس د بامیانو ولایت ته تللی و، څو دغلته عمومي وضعیت او د سیمې اړتیاوې وڅېړي. په بامیانو کې د ازادي راډیو خبریال وايي، جان باس د خپلې دې یو ورځني سفر په ترڅ کې د بامیانو له سیمه‎ییزو چارواکو، د ولایتي شورا له استازو او د دې ولایت له مدني فعالانو سره لیدنې وکړې. چارواکو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې بامیانو ته د امریکا د سفیر جان باس د سفر هدف د دې ولایت د عمومي وضیعت او اساسي اړتیاوو معلومول وو. جان باس بامیانو ته د خپل سفر په ترڅ کې دغلته د بودا نړیدلې مجسمې هم ولېدې. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Победа спортсменов Центра боевых искусств


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Сложнее некуда! Прямая трансляция и превью матча Рыбакиной против непобежденной чемпионки


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Группа «ЭкоЛайн» и Сбер заключили соглашение о сотрудничестве





Путин в России и мире
Москва

Алиев: доволен развитием отношений Азербайджана и России


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

В Минске прошла рабочая встреча Александра Лукашенко и Александра Цыбульского




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

В МИД РФ рассказали, как США отвлекли внимание от нового транша Киеву


Навальный в России и мире
Москва

Мосгорсуд оставил в СИЗО журналистку Фаворскую, обвиняемую в экстремизме за репортажи о Навальном



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Пианист

Пианист из Электроуглей получил областную премию



Москва

Участников съезда молдавской оппозиции в Москве задержали в аэропорту Кишинева

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net