ولسمشر اشرف غني په کابل کې یو نوی مسلخ پرانیست
ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یو نوی مسلخ چې چارواکي وايي معیاري او عصري دی، پرانیست. ښاغلي غني د کابل په ریشخور سیمه کې د دې مسلخ د پرانیستو پرمهال وویل، دا مسلخ خلکو ته د دوامدارو کاري فرصتونو پر رامینځ ته کولو سربیره په یوځل د ۵۰۰ وزو او پسونو او همداراز د سلو غوایانو د حلالولو او پروسس ظرفیت لري. جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې یاد شوی مسلخ د آسیايي پراختیايي بانک په مالي مرسته رغول شوی دی.