د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د ۷۸مې حلقې څوکۍ ګټونکې ثمر بلور وايي، د ښځو د حقونو لپاره به کار کوي. نوموړې د اکتوبر پر ۱۵مه په ضمني انتخاباتو کې تر بریا وروسته مشال راډیو ته وویل، په جولای کې یې د مېړه هارون بلور له وژنې سره په کور کې یوازې ماشومان او کونډې پاتې دي خو ولس ورسره مړانه وکړه او اسمبلۍ ته یې وټاکله. د عوامي نیشنل ګوند د دې سیاستوالې خبرې په ویډیو کې.
د پېښور په کیسه خوانۍ کې پخوا د مسینو لوښو یو بازار وو خو اوس یوازې یو دوکان پاتې دی. د دوکان مالک وايي، پلار یې له لسیزو راهیسې دا کاروبار کاوه چې اوس یې دی چلوي، خو خلک ورڅخه د مسو لوښي نه اخلي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
اروپایي ټولنه د سعودي خبریال جمال خاشقجي د احتمالي وژل کیدو مساله څیړي، د امریکا دفاع وزیر ښایي کار پریږدي، د لسګونو میلیونه ډالرو په ارزښت مخدر مواد په تایلنډ کې نیول شوي، دا او یوشمیر نور مهم خبرونه دلته کتلی شئ.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د بندیزونو یو نوی رژیم تأیید کړی او هغه خلک هدف ګرځوي چې په نړۍ کې له کیمياوي وسلو کار اخلي.
د دوشنبې په ورځ دا پرېکړه به اروپايي ټولنې ته اجازه ورکړي چې پر هغو خلکو او بنسټونو د هغوی اړوند هېواد او ځای ته له پاملرنې پرته د پانګې د کنګلولو او وېزې بندیز ولګوي چې د کیمياوي وسلو په جوړولو او یا کارولو کې لاس ولري.
د اروپايي ټولنې وګړي هم اجازه نه لري چې د بندیزونو په لېست کې له شاملو کسانو سره مالي راکړه ورکړه وکړي.
اروپايي ټولنه دا پرېکړه وروسته له هغې کوي... Читать дальше...
د فري فایټ افغان اتل لوبغاړی احمد ولي هوتک تېره شپه د پنځه نا معلومو کسانو لخوا د کابل په حسین خیلو سیمه کې په چړو ټپې کړای شو.
د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی روغتون ته د ښاغلي هوتک خواته تللی و، چې په اړه يې دا راپور جوړ کړی دی.
د فرانسې په جنوب کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو له کبله پنځه کسان وژل شوي دي.
تېره شپه د فرانسې په اوډ سیمه کې شدید بارانونه د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو سبب شول چې لږ تر لږه پنځه کسان یې وژلي دي.
د ژغورنې هليکوپټرې په سیمه کې د هوا ښه کېدو ته په تمه دي، څو د ژغورنې عملیات پیل کړي.
د اوډ د سیمې یوه لوړپوړي چارواکي الاین ټیریون ویلي دي، په سیلاب ځپلو سیمو کې یو شمېر کسان د خپلو کورونو بامونو ته پورته شوي او د اوبو د بهیر د تېزوالي له کبله هغو سیمو ته د کيښتیو ورتګ ممکن نه دی.
د نوموړي په وینا،... Читать дальше...
د بښنې نړېوال سازمان د امریکا په مشرۍ پر ایتلافي ځواکونو نیوکې کړې چې له رقه ښاره یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د ویستلو لپاره په جګړه کې د ولسي وګړیو د وژنو په منلو او یا هم په مناسبه توګه په پلټنو کې پرله پسې پاتې راغلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روسیې ولسمشر ښايي د خپلو مخالفینو په وژنو کې لاس ولري.
په بغلان ولایت کې يو شمېر ښځینه نوماندانې وايي، دوی د کمپاینونو پرمهال، د ناامنیو ترڅنګ،د ملا امامانو له لورې په جوماتونو کې له خبرو کولو منع شوي او پر وړاندې یې منفي تبلیغات شوي.
ټاکل شوې راتلونکې چهارشنبې په ورځ انتخاباتي کمپاینونه پای ته ورسېږي.
ویډیو: بشیر احمد غزالي
ایډیټ: تمیم اخګر
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي چې د ځینو هېوادونو استخباراتي کړۍ او وسله وال مخالفین ...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روسیې ولسمشر ښايي د خپلو مخالفینو په وژنو کې لاس ولري.
دغه وزارت وايي، جماتونه د کمپاین ځای نه، بلکې د عبادت ځای دی او هېڅ ملا امام اجازه نه لري چې د منبر او جومات له ادرسه ...
د بخښنې نړیوال سازمان د امریکا په مشرۍ پوځې ائتلاف له دې کبله غندلې چې د رقه په ښار کې د داعش پر ضد د جګړې په ترڅ کې د ولسي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په منلو یا پهدې برخه کې په کافي اندازه څېړنو کې پاتې راغلی دی.
د سوریې پر رقه ښار د امریکا په مشرۍ ائتلاف له دې ښاره د اسلامي دولت د وسلهوالې ډلې د ایستلو لپاره هوايي بمبارۍ کړې وي.
په هغه راپور کې چې نن دوشنبه د بخښنې نړیوال سازمان خپور کړی پهکې ویل شوي، د ائتلاف دا اقدامات پهدې ښار کې د ژوندیو پاتې شوېو پر مخ څپېړه ده چې هڅه کوي بېرته خپل ژوند جوړ کړي. Читать дальше...
په سپینبولدک کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ له څو ساعته جګړې وروسته پاکستاني چارواکو دغلته د اغزن سیم د غځولو کار ودرولی دی.
جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسي وايي چې تېره ورځ د کندهار د سپينبولدک او ښورابک ولسوالیو د سروڅاهانو په سيمه کې د پاکستاني ځواکونو سره د افغان سرحدي ځواکونو له څو ساعته جګړې وروسته جګړه او سيمه کې د پاکستاني ځواکونو لهخوا د اغزن سیم د غځولو کار درېدلی او سيمې ته اضافي ځواکونه هم لېږل شوي دي.
عيسي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه دا مهال د تيار سئ په حال کې دي... Читать дальше...
سعودي عربستان وايي، دوی به د هر ډول هغو بندیزونو په وړاندې ځواب ووايي چې که پر دې هېواد د ژورنالېست جمال خاشقجي د ورکېدو له کبله ولګول شي.
ترکي چارواکي ګومان کوي چې خاشقجي به تېره اوونۍ په استانبول کې د سعودي په کنسولګرۍ کې وژل شوی وی.
د سعودي دولتي خبري اژانس د یوې داسې سعودي چارواکې له خولې چې نوم یې نهدی یاد شوی ویلي چې سعودي سلطنت به پهدې اړه د هر ډول ګواښونو ځواب ووايي، هغه که اقتصادي بندیزونه وي او که سیاسي فشار وي.
د سعودي چارواکو دا بیان داسې وخت خپریږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ... Читать дальше...
پاکستاني ملېشو له افغان ځواکونو سره تر نښتې وروسته د چمن-سپين بولدک دروازه تړلې ده.
د افغانستان د کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې تېره شپه تر ټولو د ډېرو منډو او تر ټولو د چټکې نیمه سلیزې ریکارډونه جوړ شول.
بلخ لوبډلې د کابل ځوانانو لوبډلې ته د کرېس ګېل د ښې توپ وهنې په مټ تر ټولو د ډېرو ۲۴۴ منډو هدف وټاکه، خو په مقابل کې یې د کابل ځوانانو اوپنر لوبغاړي حضرت الله ځاځي بیا چټکه توپ وهنه پیل کړه.
هغه د نړۍ په کرکټ کې درېیم لوبغاړی شو چې په ۱۲ بالونو يې پنځوسیزه پوره کړه.
کابل ځوانانو که څه هم ښه پیل وکړ، خو ويې نه شو کړای د بلخ لوبډلې لوړ هدف پوره کړي.
د دغو سیالیو په دوهمه لوبه... Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د سیالیو په دوام نن د شاهین اسمايي او د سپین غر بازانو لوبډلې یو د بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.
د دغې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا د سیمرغ البرز او عقابان هندوکش لوبډلې یو د بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وتلې وې.
د تېرې شپې لوبه بیا سیمرغ البرز درې د یو پر وړاندې له سیالۍ لوبډلې عقابان هندوکش څخه وګټله.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اتو لوبډلو تر منځ د روانې اکتوبر میاشتې له اومې نېټې راهیسې په مرکز کابل کې پیل شوي دي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ته لارښونه کړې چې د فري فایټ یا ازادو سیالیو په اتل افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک د تېرې شپې حمله کوونکي ونیسي او ترې جدي څېړنې وکړي.
له دې سره د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د کابل پولیسو د پېښې په اړه جدي څېړنې پیل کړي.
د فري فایټ په مشهور افغان لوبغاړي تېره شپه د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند نامعلومو وسله والو برید وکړ.
په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د سخت ټپي کېدو عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوي، خو... Читать дальше...
Музыкальные новости
Певица
«Жизнь свела». Певица Нина Шацкая рассазала о том, как ей помогла аюрведа
Персональные новости
Арцах
"Предстоящая встреча Путина и Пашиняна может стать переломным моментом в российско-армянских отношениях": Михаил Александров
سعودي عرب خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي د تريتمېدو د قضیې په خاطر پر دغه هېواد لګېږي.
د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ولور او د ودونو لوړو لګښتونو ډیری ځوانان له واده کولو پاتې کړي دي.
په دغه راپور کې مو د کندهار ولایت د یو ځوان ژوند انځور کړی چې کلونه کېږي کوژده یې شوې خو د واده کولو پیسې یې لا نه دي ګټلي.
ایډیټ: تمیم اخګر
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، داسې ښکاري چې واشنګټن اوس د افغانستان د مسلې پر سیاسي حل زیات ټینګار کوي. نوموړي د اکتوبر پر ۱۵مه، په اسلام اباد کې له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، په پاکستان کې یې هم د افغانستان د سولې او ثبات لپاره له ملکي او پوځي چارواکو سره خبرې کړې دي. له زاخېلوال سره مرکه وګورئ.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه د فري فایټ يا رزمي لوبو پر اتل احمد ولي هوتک د شوې حملې په اړه د ...
د فراه سیمهییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت امنیتي حالت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.
هلمند اوس هم یو له هغه ولایتونو نه دی چې په لوړه کچه تریاک په کې کرل کېږي
خو ویل کیږي سږکال وچکالي به د کوکنارو په کرکیله کې کموالۍ راولي
الیاس داعي په دې اړه مفصل راپور چمتو کړی دی.
اډیت: لیمه هادی
Спорт в России и мире
Москва
Дзюба и Орзул встретились на шоу «Футбольная монополия»: как отреагировала телеведущая
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Финалисты «Мастерса» в Монте‑Карло опередили Рублева в рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге: "Акции по благоустройству способствуют формированию экологической культуры среди молодежи"
Путин в России и мире
Москва
IV Конгресс молодых ученых пройдет 20-22 ноября в Сириусе | Новости науки
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск: Дан старт очередному совместному космическому проекту
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
В Киеве обвинили Зеленского в неспособности добиться нового пакета помощи от США
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Два красноярских ресторана вошли в ТОП-10 лучших заведений общественного питания в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net