د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د بندیزونو یو نوی رژیم تأیید کړی
د دوشنبې په ورځ دا پرېکړه به اروپايي ټولنې ته اجازه ورکړي چې پر هغو خلکو او بنسټونو د هغوی اړوند هېواد او ځای ته له پاملرنې پرته د پانګې د کنګلولو او وېزې بندیز ولګوي چې د کیمياوي وسلو په جوړولو او یا کارولو کې لاس ولري.
د اروپايي ټولنې وګړي هم اجازه نه لري چې د بندیزونو په لېست کې له شاملو کسانو سره مالي راکړه ورکړه وکړي.
اروپايي ټولنه دا پرېکړه وروسته له هغې کوي چې په سوریه کې د بشار الاسد رژیم په تکراري ډول کیمياوي وسلې وکارولې او د روسیې یو پخوانی جاسوس سرګي سکریپال او لور یې په مارچ میاشت کې د بریتانیا په سالسبوري کې مسموم شول.
لندن د دې کیمياوي برید پړه د روسیې پر حکومت اچولې، خو روسیې په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
ویل کېږي چې د اروپايي ټولنې له خوا په دې لېست کې د خلکو پر شاملولو کار روان دی.
